شنبه, ۰۸ غويی ۱۴۰۳

له پاکستانه تردې دمه تر۵ لکه ډېر افغان کډوال راستانه شوي دي.

02 وری 1403 چنار راډيو

د پاکستان لنډمهالي حکومت د تېر ۱۴۰۲ کال په لړم میاشت کې د افغان کډوال د را ایستلو پرېکړه وکړه او تر دې دمه له ۵۰۰ زره ډېر افغان کډوال له پاکستانه را ایستل شوي دي.

د پاکستان نوي حکومت هم د افغان کډوالو پر وړاندې د یاد هېواد د لنډمهالي حکومت پالیسۍ ته دوام ورکړی او د افغان کډوالو د ایستلو دویم پړاو پرېکړه یې کړې ده.

د یاد هېواد د کورنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې د غیرقانوني افغان کډوالو د ایستلو دویم پړاو به پیل کړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر، محسن رضا نقوی په لاهور کې خبریالانو ته ویلي چې په سند او پنجاب ایالتونو کې یې د افغان کډوالو د پېژندلو لړۍ پیل کړې ده.

بلخوا د خیبر پښتونخوا حکومت یو جګپوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي چې پوځي ادارو ورته احوال ورکړی چې په دې هیواد کې په غیر قانوني توګه د مېشتو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ دویم پړاو به د روژې میاشتې له پای ته رسېدو وروسته پیل شي.

دې چارواکي همدارنګه ویلي چې پوځ د دویم پړاو څرنګوالي په هکله څه نه دي ویلي. په پیښور کې د پولیسو یو جګپوړي چارواکي هم ویلي چې د کوچني اختر وروسته به د هغو افغان کډوالو ایستلو لړۍ پیل شي چې په دې هیواد کې د اوسېدو لپاره قانوني اسناد ونه لري.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.