د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې د هېواد په ۱۰ ولایتونو کې د ورښتونو او سیلابونو د راوتلو خبرداری ورکړی دی.
یاد وزارت دغه ولایتونه چې د وري میاشتې په دویمه نېټه د اټکل له مخې یاد کړي، بدخشان، تخار، کندز، بلخ، بغلان، پنجشیر، نورستان، پروان، سمنګان، بامیان او سالنګونه دي.
د دې ادارې د مسوولینو په خبره چې په سالنګونو کې د درنې واورې د اورښت اټکل شوی دی.
د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې مسوولینو همداراز ویلي چې په ځینو سیمو کې د باران اندازه له ۱۵ تر ۴۰میلي مترو او د واروې اندازه له ۱۵ تر ۴۰ سانتي پورې اټکل شوې ده.