شنبه, ۰۸ غويی ۱۴۰۳

اصف: د خرابو اړیکو په صورت کې سوداګریزې لارې تړو.

02 وری 1403 چنار راډيو

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي، دوی د جګړې غوښتونکي نه دي، خو کولای شي چې د خرابو اړیکو په صورت کې د افغانستان او هند ترمنځ سوداګریزې او ټرانزیټي لارې بندې کړي.

نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي چې پاکستان او افغانستان په دا ډول اړیکو سره دوام نه شي کولای.
په همدې حال کې د پاکستان نوي لومړي وزیر شهباز شریف د خپلې کابینې لومړۍ غونډې ته ویلي چې له ګاونډي هېواد سره د ترهګرۍ خلاف د ګډ کار غوښتونکی دی.
هغه د کوم هېواد د نوم له اخیستو پرته هیله څرګنده کړې چې دا وړاندیز یې ومنل شي او په ریښتینې مانا د ترهګرۍ خلاف ګامونه پورته شي.
نوموړي ویلي، د پاکستان پر ضد د ګاونډي هېواد د خاورې کارېدل ورته د زغم وړ نه دي.
په ورته وخت کې

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وایي په خوست او پکتیکا کې یې د خپلو وروستیو هوایي بریدونو پرمهال ملکي خلک او د افغانستان پوځ تاسیسات او غړي نه دي په نښه کړي.

د دغه وزارت ویاندې، ممتاز زهرا بلوڅ چې (پنج شنبه) رسنیو سره خبرې کولې ویلي، پاکستان د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ ته درناوی کوي.

اغلې بلوڅ ویلي چې اسلام اباد تمه لري، له کابل سره په ګډه د هغو ډلو مخه ونیسي چې د دواړو هېوادونو دوه اړخیزې اړیکې زیانمنوي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.