د کندهار د امنیې قومندانۍ ویاند اسدالله جمشید رسنیو ته ، په دغه ځانمرګي برید کې ۳ تنه وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.
نوموړي په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
دغه پېښه د کندهار زړې قومندانۍ ته څېرمه د کابل بانک یوې څانګې ته نږدې شوې ده.
د کورنیو چارو وزارت په کندهار کې ځانمرګی برید غندلی او ډاډ یې ورکړی چې د دغې پېښې عاملان به پيدا او د قانون منګولو ته به یې وسپاري.
کورنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې لیکلي چې دغه «جنایت کارانه پېښه د خوارجو» لخوا شوې ده.
تر اوسه د چاودنې مسوولیت کومې وسلهوالې ډلې نه دی منلی.