جمعه, ۰۷ غويی ۱۴۰۳

"بدخشان کې د وحشي او نور کم پيدا ژوو نسل مخ پر زياتېدو دى"

01 لړم 1396

د بدخشان ولايت چارواکي وايي چې د دغه ولايت په ملي پارک کې ٢٠ ډوله وحشي حيوانات او د مارکوپولو هوسۍ او چکاوک مرغۍ په ګډون ١٠٠ ډوله کم پيدا مرغۍ د زياتېدو په حال کې دي.
د بدخشان ولايت د کرنې رياست د ملي پارکونو مدير عبدالمجيب مجيدي وويل چې د واخان ولسوالۍ ملي پارک شاوخوا په لس زره او ٣٠٠ کيلومتره مربع ځمکه رانيولې او د واخان ولسوالۍ له فتور کلي چې د اشکاشم او واخان ولسواليو تر منځ ګډه پوله ده؛ پيل او په ټوله کې دواړه کوچنۍ او ستر پامير په ځان کې رانغاړي.
هغه زياته کړه: "له شک پرته د وحشي حيواناتو د غير قانوني ښکار په اړه اندېښنه لرو چې د جګړې په درېيو لسيزو کې د بدخشان ملي پارک طبيعي سرچينو او د ژوو ژوند ته زيانونه اړولي او هيله من يو چې دغه لړۍ راکمه شي."
مجيدي د دغو وحشي ژوو په ځانګړي ډول د مارکوپولو هوسۍ د غير قانوني ښکار په اړه وويل چې د سيمې خلک د ځناور ښکار نه کوي او خلک يې وضع شوي قوانين او کړنلارې مراعاتوي، هوسۍ او د نور وحشي ځناورو ښکار نه کوي، خو داسې اوازې اورېدل شوې چې ګني په اشکاشم او واخان ولسواليو کې مېشت سرحدي ځواکونه د دغو ژوو ښکار کوي.
نوموړي وويل: "د وحشي ژوو له جملې يې ٢٠ ډوله تر اوسه د بدخشان په ملي پارک ځانګړي ډول په پاميرونو کې تر سترګو شوي چې تر ټولو مهم يې د مارکوپولو هوسۍ، غرنۍ وزې، نخشير، نصواري يږه او برفي پړانګ دي، موږ ويلى شو چې اوسمهال له ٥٠٠ تر ٦٠٠ پورې د مارکوپولو هوسۍ او شاوخوا ٥٠٠٠ غرنۍ وزې د بدخشان د پامير په غرونو کې ليدل شوې او د دغو حيواناتو نسل د کمښت له حالت راوتلى او د زياتېدو په حال کې دى."
د ويلو ده چې په ١٣٩٣ لمريز کال کې د باميانو ولايت له بند امير وروسته حکومت د واخان ولسوالۍ د دويم ملي پارک په توګه نومولې ده.
د بدخشان ولايت د چاپېريال ساتنې ادارې مشر غلام نبي سرفراز وويل چې د بدخشان په پامير کې د نړۍ ډېر کم پيدا وحشي ژوي شتون لري چې په کې د مارکوپولو هوسۍ، برفي پړانګ، نصواري يږې او د دروازها په ولسواليو کې مارخور هوسۍ هم تر سترګو شوې دي.
هغه زياته کړه چې له امريکايي پلاوي سره يو ځاى يوه افغان متخصص پلاوي د واخان ولسوالۍ په ځنګلونو کې څېړنې کړې چې د څېړنو په پايله کې يې د "چکاوک" په نوم ډېره کم پيدا مرغۍ کشف کړې او داسې فکر موجود و چې ګني دغه مرغۍ د نړۍ په هېڅ سيمه کې نه ده تر سترګو شوې او دغه مرغۍ شاوخوا نيمه پېړۍ وړاندې د تايلنډ په هېواد کې تر سترګو شوې وه او له هغه وروسته بيا په هېڅ ځای کې نه ده ليدل شوې.
نوموړي وويل: "د دې مرغۍ کشف موږ ته د دې هيله رابښي چې که چېرې په دې اړه ډېرې څېړنې وشي نو موږ به د بدخشان په ځانګړي ډول پامير سيمو کې د زياتو بيولوژيکي اسرارو او بېلابېل ډولونو د کشف شاهدان و اوسو."
د بدخشان د ولايتي شورا غړي طلب الدين قادري وويل چې لا هم د پامير په غرونو او واخان ولسوالۍ کې د حيواناتو ښکار موجود دى، خو د پخوا په پرتله ډېر کم شوى او اوس يوازې د شپې له خوا په پټه ښکار کېږي او تر ډېره په واخان ولسوالۍ کې مېشت سرحدي ځواکونه دغه کار کوي او د ښکار په کمېدو سره د وحشي ځناورو شمېر هم زيات شوى دى.
خو نوموړي څرګنده کړه چې دغه راز تاجکستاني ښکاريان د ژمي پر مهال چې د پامير لارې د تګ راتګ پر مخ تړل کېږي؛ د تاجکستان له خاورې د بدخشان پامير ته راځي او بيا د مارکوپولو هوسيو ښکار کوي چې دغه کار زموږ د اندښنې لامل شوى دى.
خو د بدخشان د اشکاشم ولسوالۍ کې د مېشت اووم سرحدي کنډک قوماندان سمونوال امان الله نسيم وويل: "موږ نه يوازې د واخان د سرحد ساتونکي يو، بلکې د واخان په غرونو او پامير سيمه کې د وحشي ژوو ساتنه هم کوو، که چېرې زموږ پرسونل کومه هوسۍ يا مرغۍ ښکار کړي؛ نه يوازې له نظام بهر کېږي، بلکې  عدلي او قضايي بنسټونو ته معرفي کېږي."

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.