جمعه, ۰۷ غويی ۱۴۰۳

د هلمند په ګرمسېر کې ۲۵ طالبان وژل شوي

01 لړم 1396

د هلمند په ګرمسېر او واشېر ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه کې ٢٥ طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
د هلمند د امنيې قوماندانۍ وياند دويم څارن عبدالسلام افغان د لړم په لومړۍ نېټه وويل چې تېره ورځ په ګرمسېر ولسوالۍ کې عمليات پيل شوي دي.
هغه وايي چې په دغو عملياتو کې تر اوسه ١٣ طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
ده وويل چې په دې عملياتو کې د خارې په نوم سيمه هم امنيتي ځواکونو نيولې چې په ترڅ کې یې دوه مخابرې د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي او ٢٠ ماينونه هم کشف او شنډ شوي دي.
دغه راز افغان وويل چې په نادعلي کې حالات نورمال شوي او ډېر ژر به په دې ولسوالۍ کې يو شمېر نورې پوستې هم جوړې شي.
د اړوندې موضوع په اړه د نادعلي ولسوال ګل محمد هاشمي وويل چې په تصفيه شوو سيمو کې تر اوسه پوستې نه دي جوړې شوې خو نن به يو شمېر هغه سيمې هم تصفيه شي چې تر اوسه په کې د طالبانو لوى مرکزونه وو.
ولسوال وايي چې د عامه نظم د هغه کنډک لپاره به هم لاره خلاصه شي چې له تېر يونيم کال راهيسې يې لاره بنده وه او اکمالات يې د هوا له لارې کېدل.
دغه راز د هلمند د والي وياند عمر ځواک هم وويل چې واشېر ولسوالۍ کې هم عمليات پيل شوي چې تر اوسه يو شمېر سيمې له وسله والو طالبانو نيول شوې دي.
بل لور ته د ميوند قول اردو د څلورمې لوا مطبوعاتي مسوول جګړن محمد رضا رضايي وويل چې په دې وروستيو کې د هلمند په واشېر او د نيمروز په دلارام ولسواليو کې هم عمليات پيل شوي دي.
ده وويل چې د دغو عملياتو په ترڅ کې تر اوسه  ١٢ وسله وال طالبان د هلمند په واشېر ولسوالۍ کې وژل شوي او ١٠ نور ټپيان دي.
د يادو څرګندونو په اړه وسله والو طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، د هلمند  باغران، دېشو، موسى کلا، نوزاد، خانشين او سنګين ولسواليو کنټرول له وسله والو طالبانو سره دى او د مرکز لښکرګاه د ځينو سيمو تر څنګ د نادعلي، واشير، مارجې، ناوې، ګرمسېر او ګرشک ولسواليو يواځې مرکزونه له حکومت سره دي او پاتې نورې سيمې د طالبانو په لاس کې دي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.