د فېسبوك شرکت په اړه ۱۰ ساده او جالب معلومات

ژباړونکي: انجنیر ذبیح الله ابراهیمي  
كه څه هم لسګونه ميليونه كسان هره ورځ لږ تر لږه يو ځل د فېسبوك پاڼې ته ننوځي خو د دې جهاني شبكې په اړه معلومات نه لري.
پوهان وايي چې د فېسبوك او ګوګل په څېر پاڼې د كاروونكو په اړه د دوى د مور- پلار، د كورنيو د غړو، نږدې ملګرو او حتى پوليسو په پرتله څو برابره زيات معلومات لري. له دې امله له فېسبوك او ګوګل څخه وېره په كار ده.
۱ –  ستاسې په اند د نړۍ څومره كسان فېسبوك كاروي؟
د وروستيو شمېرو له مخې هره مياشت شاوخوا ۱،۴ ميليارده انسانان فېسبوك په فعال ډول كاروي. په دې ډول كه چېرې فېسبوك يو هېواد واى نو له چين وروسته به يې د نړۍ د تر ټولو ګڼ مېشتي هېواد لقب خپل كړى واى. يوازې ۳۰ ميليونه تنه چې اوس مړه شوي دي په فېسبوك كې يې اكاونټ فعال دى. يعنى فېسبوك لږ تر لږه ۳۰ ميليونه مړه غړي هم لري.
۲ – كه چېرې فېسبوك وتړل شي څه كيږي؟
د اوس لپاره د فېسبوك د پاڼې تړل كېدل امكان نه لري. ځكه چې حتى د دې شركت مشر مارك زوكربرګ (Mark Zuckerberg) هم د دې صلاحيت نه لري. د يوې تخنيكي ستونزې په پايله كې د فېسبوك د پاڼې موقتي تړل كېدل دې شركت ته په ميليونونو ډالره مالي زيان رسوي. د فېسبوك شركت د پاڼې تخنيكي ستونزې له امله د تړل كېدو پر مهال په هره دقيقه كې ۲۵ زره ډالره زيان كوي.
اوس تاسې فكر وكړئ چې دا سايټ څومره ګټه كوي.

۳- آيا د فېسبوكي ناروغۍ په نامه مو څه اورېدلي دي؟
په امريكا، چين او يو زيات شمېر نورو هېوادونو كې د رواني ناروغيو پوهان اوس “د فېسبوك د اعتياد“ د ناروغۍ په نامه د يوې نوې رواني ناروغۍ په كشف همغږي دي. په يو شمېر هېوادونو كې د فېسبوك د ناروغۍ د درملنې لپاره حتى ځانګړي مركزونه هم جوړ شوي دي.

۴ – كه څوك مو په فېسبوك كې د خپلو ملګرو له لسته وباسي څه كوئ؟
په نړۍ كې تر اوسه پورې لسګونه كسان د خپلو ملګرو له لسته د نورو د ويستلو له امله وژل شوي دي. حتى ښكنځلې، بد رد ويل او د امكان په صورت كې مخامخ جنګ كول عادي كار دى.

۵ – آيا د فېسبوك او شخصي ژوند تر مېنځ پرده كش كولاى شو؟
د فېسبوك پاڼه ددې توان لري چې كاروونكو په اړه ټول محرم معلومات په اسانۍ سره نشر كړي.. حتى كه چېرې تاسې په فېسبوك كې د خپلې پاڼې نه وتلي هم ياست. د بېلګې په ډول په موبايل كې د ګېم وهلو پرمهال ستاسې معلومات په فېسبوك كې نشريږي. ځكه چې هر ګېم په فېسبوك پاڼه او ګروپونه لري. ددې ښه بېلګه د Candy Crush Saga په څېر د ګېمونو د بلنې د لېږلو پرمهال په غير مستقيم ډول د نورو سره د معلوماتو شريكول دي.
۶ – آيا په فېسبوك كې مو كله ملګري لټولي دي؟
په فېسبوك كې كاروونكي هره ورځ ۱ ميليارد ځله د خپلو ملګرو، پاڼو، ګروپونو او نورو كسانو د موندلو لپاره لټون كوي. پدې اړه معلومات هم د فېسبوك د شركت په مركز كې ثبتيږي.

۷ – تاسې په ورځ كې څو پوسټونه كوئ؟
څه موده وړاندې يواځې په ۲۰ دقيقو كې ۱ ميليونه ۸۵۱ زره پوسټونه په فېسبوك كې نشر شول. دا شمېره د هېوادونو د سياسي او ټولنيزې اجندا په اساس ځينې وختونه بدلون ومومي.

۸ – آيا په فېسبوك كې هره ورځ انځورونه خپروئ؟
څه موده وړاندې يواځې په ۲۰ دقيقو كې ۲ ميليونه ۷۱۶ زره انځورونه خپاره شول.

۹- آيا د فېسبوك د پاڼې هك كول امكان لري؟
د نړۍ د يو زيات شمېر سايټونو هك كول لوى جرم دى. خو كه چېرې څوك پدې وتوانېد چې د فېسبوك پاڼه هك كړي نو ددې ادارې لخوا ورته جايزه وركول كيږي.

۱۰ – په ورځ كې په فېسبوك كې څومره وخت تېروئ؟
په نړۍ كې د فېسبوك كاروونكي په اوسط ډول د ۳۰ نه تر ۴۰ دقيقو پورې وخت د فېسبوك په كارولو تېروي. دا موده د هېوادونو په پرتله توپير لري. د بېلګې په ډول په امريكا كې د فېسبوك كاروونكي هره ورځ ۵۰ دقيقې وخت په فېسبوك كې تېروي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.