روح الله تلاش
د اروپا کمیسیون د شمېر ادارې «یورو ستات» د یو راپور په خپرولو سره اعلان کړی چې د فنلند هېواد وګړي د نورو اروپايي هېوادونو خلکو په پرتله له خپل ژوند څخه ډېر رضایت لري.
د «یورو ستات» دا راپور په تېر «۲۰۱۸» م کال کې په بېلابېلو اروپايي هېوادونو کې د خلکو ژوند ارزولی، چې دوی څومره له خپل ژوند رضایت لري، د دې ادارې موندونې ښيي چې د دوو هېوادونو فنلند او اتریش خلک تر ټولو ښه ژوند لري او برعکس د بلغاریا هېواد خلک بیا د نورو اروپايي هېوادونو د وګړو په پرتله دومره له خپل ژوند رضایت نلري او له ژوند څخه د دې هېواد خلکو د رضایت کچه خورا ټیټه ده.
په دې راپور کې په دو معیارونو له ژوند څخه د خلکو د رضایت کچه ارزول شوې ده، یو مالي شرایط او دا بله دا چې خلک په ټولنه کې له فردي اړیکو څومره خوښ دي.
د اروپا کمیسیون د شمېر ادارې «یورو ستات» د دې موندنو له مخې فنلند د اروپا د هغو هېوادونو په کتار کې لومړۍ مقام خپل کړی چې وګړي یې تر نورو اروپايي هېوادونو له خپل ژوند څخه ډېر راضي دي.