تاسې به هم هره ورځ غاښونه يو ځل د غاښو په کريمو او برش مينځئ، د غاښو د کريمو د ټيوبونو په بېخ کې به مو يو قسم پنډ، رنګه خطونه هم ليدلي وي، خو بابېزه به مو بللي وي.
عموما د غاښو د کريمو پر ټيوبونو څلور رنګه خطونه راځي، تور، سور، شين او زرغون خط.
که د غاښو د کريمو پر ټيوب تور خط جوړ و، مانا يې د خطر ده. يانې په دې کريمو کې زيات کېماوي مواد کارول شوي دي.
که خط سور و، مانا يې دا ده چې تر تور کم کېمياوي مواد پهکې کارول شوي او يوه اندازه طبيعي مواد هم پهکې کارول شوي دي.
که د دغه خط رنګ شين و، مانا يې دا ده چې په دې کريمو کې په طبيعي موادو سربېره، داسې مواد هم کارول شوي دي چې د غاښو لهپاره د درملو په څېر ګټه رسوي.
او که د خط رنګ زرغون و، مانا يې دا ده چې په پشپړه توګه طبيعي مواد پهکې کارول شوي دي.
تر دې وروسته چې د غاښو کريم اخلئ، خامخا يې لومړی د خط رنګ ته ګورئ، بيا يې پېرئ.