ډاکټر دې وي، خو داسې

08 تله 1396 شرافت مندوزی

زموږ ډاکټران دې خدای لري، څه به ورته ووایوو، له پنډ پنډ درمل ورکولو پرته یې بله لار نه ده زده، د میني او عاطفې په اړه خو یې پوښتنه مه کوئ.
خو راځئ په چنار وېب کې نن یو بل عجیبه مطلب ولولئ.
وړاندې مو درته خپاره کړي و چې په چین کې یوې ښځینه ډاکټرې د دې له‌پاره چې ناروغ ورسره د ارامۍ احساس وکړي، ځان په خپل کلتوري شکل سینګاروه، خو اوس تر دې هم ښه ډاکټر پیدا شوی.
کیسه داسې ده چې د شانګهای پروفیسرانو یوه طبي اله جوړه کړه چې له مخې يې یو شمېر معاینات کېږي، خو کله چې د شانګهای روغتون مرستیال ډاکټر فینګ زو ته راورسېده، نوموړي مخکې له دې چې د ناروغانو رنځ پرې تشخیص کړي، لومړی پر ځان تجربه کړه.
ډاکټر زو وايي، دا کار یې ځکه وکړ چې څو مالومه شي، ناروغ له دې معاینې څومره درد ویني او بیا وروسته هماغه ډول معاینات وشي چې اړتیا ده، څو د ناروغ له زیات اذیت څخه ډډه وشي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.