چینايي حکومت په ۱۴ کاله کې ايله یو وړوکی کور ونړاوه
شاید حیران شئ چې د چین په څېر یو قوي او اقتصادي هېواد څه ډول په ۱۴ کلونو کې یوازې څو بسوې کور ړنګوي، ځکه دا خو د هغوی د ساعتونو کار دی.
خو راځئ په دې اړه په چنار وېب کې دا مطلب ولولئ.
کیسه داسې ده چې په چین کې د یوه عمومي سړک یوې څنډې ته یو کور اباد و، خو کله چې دې سیمې ارزښت پیدا کړ او تر خوا یې درې نور سړکونه ورغېدل، دا کور د څلورلارې په منځ کې راغی.
ځايي حکومت د کور له مالک څخه وغوښتل چې کور پرېږدي او ووځي، ځکه دوی دلته سړک رغوي، مګر د کور اوسېدونکیو هم ضد وکړ چې نه داسې نه کېږي او هغه مهال دا کور پرېږدي چې سم بدیل ورکړل شي.
ځايي حکومت او د کور اوسېدونکي د بدیل په ورکړه سره جوړ نه راتلل او په تا ویلو او ما ویلو کې نږدې ۱۴ کاله تېر شول، خو بالاخره د ۱۴ کلونو له تېرېدو وروسته منځګړي پلاوي حکومت او د کور مالک سره کښېنول او جرګه یې وکړه.
جرګې پرېکړه وکړه چې حکومت بايد د کور مالک ته چې اوس یې ارزښت زیات شوی و، ۴ لکه او ۱۲ زره امریکايي ډالر ورکړي او هغوی به کور پرېږدي، که څه هم د کور د مالک دا پرېکړه خوښه نه وه، خو بیا یې هم ومنله او کور تر جرګې وروسته ونړېده.
چینايي حکومت په ۱۴ کاله کې ايله یو وړوکی کور ونړاوه
خپل نظر ورکړئ
Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.