موږ د شپې برېښنا نه لرو چې کور مو روښانه کړي، خو پوهېږئ په نړۍ داسې هېوادونه هم شته چې سړکونه یې خپله روښانه کېږي او اړتیا نه شته چې د سفر پر مهال مو پرې د موټر څراغونه روښانه کړئ او یا هم د سړک پر غاړه د برېښنا پایې نصب کړئ.
دا سړکونه په سنګاپور کې دي او دا چې ولې یې سړکونه په تیاره کې ځلېږي، دا مطلب ولولئ.
سنګاپور چې په اسیا کې د ټیکنالوجي په برخه کې تر ټولو خورا مخکې هېواد ګڼل کېږي، حکومت یې د سړکونو د رغونې پر مهال په قیر کې یو ډول خاص کېمیاوي مواد کاروي چې د شپې پر مهال شوبین کوي.
خو د دې هېواد ټول سړکونه هم همداسې نه دي، بلکې یوازې د چوکانګ سړک چې نږدې ۴۰۰ کیلو مټره اوږدوالی لري، دا خصوصیت لري.
دا سړک د شپې داسې ځلېږي چې اړتیا نه پېښوي چې د موټر څراغونه مو روښانه کړئ، خو تر ټولو عجبه یې دا چې اوس دا سړک د عاشقانو په دمهځای بدل شوی او هر شپه پرې لسګونه کسان د مینې راز او نیاز کوي.