تر اوسه یوازې دا فکر و چې هوا یانې اکسېجن د ژوندي پاتې کېدو یو ستر اصل دی، خو پوهېږئ چې هوا یوازې تاسې ته ژوندي نه درکوي، بلکې کله کله مو تر ډاکټرانو هم رسوي.
شاید ستاسې په ذهن کې سمدلاسه د خرابې هوا یا غبار خبره در شي، نه یوازې هغه نه، بلکې په ټوله کې د هوا له لارې ځينې مضرې باکټریاوې ستاسې بدن ته داخلېږي چې سر مو درد کوي او همدا ډول بدن مو کمزوری کېږي، کله کله مو د وینې جریان هم له ستونزو سره مخ کولای شي.
په اصل کې د انسان په بدن کې دا تغیرات پرته له دې چې موږ پرې وپوهېږو، رامنځته کېږي، خو ځینې کسان بیا د بدن د دې تغیراتو پر وړاندي ډېر حساس دي.
څېړونکې ډاکټره کریسټینا کوپه وايي، دا ټولې ستونزې د هوا د ناڅاپي بدلون پایله وي.