د هالیووډ ستوری د میاشتې ۲ ملیون ډالره خرڅ لري

 د مشهور امریکايي سینمايي ستوري جاني ډپ (Johnny Depp) منېجران وايي چې د هالیووډ د دغه نامتو ستوري د مالي ستونزو اصلي علت دا دی چې هره میاشت پر بېلابېلو غیرضروري چارو ۲ ملیون ډالره لګوي.
هغوی دا خبره وروسته له دې وکړه چې په خپله جاني ډپ په وروستیو کې له هغې کمپنۍ شکایت وکړ چې د ده د مالي چارو منجمینټ یا اداره یې په غاړه ده.
خو (منجمینټ ګروپ) کمپنۍ ویلي چې جاني دپ تېر کال نژدې ۷۵ ملیون ډالره د خپلو ۱۴ کورونو پر فرنېچر او ترمیم لګولي او په ۲۰۰۸ کې یې یوازې ۳ ملیون ډالره د امریکايی لیکوال هنټر ایس ټامپسن د جنازې په مراسمو او د توپ په وسیله د ایرو په خپرولو خرڅې کړي دي.
دغه شرکت د ښاغلي دپ نور لګښتونه په دې ډول ښودلي دي:
په ۱۸ ملیون ډالره تفریحي بېړۍ
په ۴ ملیون ډالره د موسیقۍ د ثبت او خپرولو کمپنۍ چې ناکامه شوه.
په ۳ ملیون ډالره د ټامپسن جنازه او ایرې
۴۰ مامورینو ته د میاشتې ۳ لکه ډالره معاش
د شخصي الوتکې د ساتنې لپاره د میاشتې ۲ لکه ډالره
د ۲۴ ساعته پیرې لپار ساتونکو ته د میاشتې یولکو پنځوس زره معاش
د میاشتې د ۳۰ زره ډالرو الکول

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.