د بریالیو کسانو (۵) ورځني عادتونه

19 وږی 1396 ژباړن: احمد فرهاد توتاخیل

په ژوند کې موږ ټول په دې پوهیږو چې عادتونه د بریا پر لور، یا مرسته درسره کوي او یاهم کړوي مو. بد عادتونه کولای شي چې په ژوند باندې مو بده اغیزه وکړي او هغو شیانو ته له رسیدو مو څټ ته پاتې کړي، چې تاسې یې غوښتونکي یاست او ښه عادتونه کولای شي چې د یو داسې ژوند په جوړولو کې درسره مرسته وکړي، چې هغه له عمل او لاسته راوړنو څخه ډک وي.

که چیرې تاسې داسې یوه کس ته پام وکړي، چې هغه ته خلک درناوۍ کوي او بریالی وي، نو تاسې به وګورئ چې هغه به هره ورځ داسې کارونه ترسره کوي، چې له هغه سره خپلو موخو ته د رسیدو لپاره مرسته کوي. دا په دې مانا نه ده چې ګواکې دا کس به پوره وي. نه. هیڅوک هم پوره نه دي. سره له دې چې ځینې شیان به د هغه په ژوند کې پوره نه وي، خو بیاهم مخ پر وړاندې مثبت تګ ته دوام ورکوي او همدا ده چې دا ټول د هغه په ورځنیو عاتونو بدلیږي.

اوس نو که چیرې موږ ټول بریالي عادتونه مطالعه کړو او خپل عادت یې ونه ګرځوو، دا نو په پوره توګه بې مانا دي. د بریالیو خلکو پنځه عادتونه په لاندې ډول دي. دا هغه عادتونه دي چې تاسې کولای شئ داسې ژوند پرې جوړ کړئ چې تاسې یې غوښتونکي یاست:

۱. بریالي خلک د سبا ورځې پلان له شپې نیسي.

کله چې بې پلانه یاستئ، نو د تیروتنې ترسره کول ډیر آسانه کار دی. دا چې بې پلانه یاستئ، نو ورځ به مو څنګه وي؟ سهار وختي له خوبه پاڅیږئ؛ نه پوهیږئ چې څه وکړئ او څه ونه کړئ. بریالي خلک د شپې یواځې یو څو دقیقې د سبا ورځې موخو لپاره ځانګړې کوي. کله چې په سهار کې پاڅیږي، نو د خپل نوملړ پر بنسټ د خپلو اهدافو لپاره لاس په کار کیږي.

ژوند تل د پلان سره سم مخ پر وړاندې نه ځي، خو له یوه منظم پلان درلودلو سره، تاسې لږ تر لږ دومره کولای شئ چې پرته د حرکت اندازې له لاسه ورکولو سره خپل ژوند مهار کړئ.

۲. بریالي خلک د دې لپاره کتابونه لولي چې الهام بخشه ورته تمام شي.

د بریا لپاره د هغو کتابونو لوستل یو اړین عنصر دی، چې په هغو کې ډیر مالومات نغښتي وي. په ښکاره ډول ایلون موسک ((Elon Musk به د ورځې لږ تر لږه څلور ساعته د دې لپاره مطالعه کوله چې پرمختګ وکړي. څلور ساعته. وګورئ چې هغه څنګه بریالی شو.

د مطالعې لپاره مشخصه موده نه ده ټاکل شوې چې تاسې باید هره ورځ څو ساعته مطالعه وکړئو خو په ځان کې د مطالعې ورځنۍ عادت ګرځول کولای شي چې ستاسې علم پراخ کړي او له تاسې سره د بریا پر لور مرسته وکړي.

۳. بریالي خلک خپل روغتیا ته لومړیتوب ورکوي

دا چې تاسې څه خورئ او څومره تمرین (سپورټ) کوئ، ستاسې د ژوند په هرې برخې یا مثبته او یاهم منفي اغیزه کوي. بریالي خلک له تمرین(سپورټ) کولو څخه داسې ګټه پورته کوي، لکه څنګه چې یې له پلان جوړولو کوي. دوی هغه ښه خواړه ځانته غوره کوي، چې دوی ته داسې انرژي وروبخښي چې له دوی سره د هرې موخې په لاسته راوړلو کې مرسته وکولای شي.

نو په همدې اساس، د غرمې لپاره څه خورئ؟ آیا ستاسې د ورځنیو کارونو په نوملړ کې د بدن ښکلا سپورټ شته؟ په هوښیارۍ سره یې غوره کړئ.

۴. بریالي خلک د نورو خلکو په کړنو بخیلي نه کوي.

د نورو خلکو د بریا سفر ښايي چې الهام بخشه واوسي. تاسې کولای شئ چې ډیرڅه ترې زده کړئ. د هغوی د تیروتنو په اړه، بریاوو په اړه یې، څه کوي او څه نه کوي. د دې پرځای چې خپل پرمختګ له هغوې سره پرتله کړئ، د هغوی د ژوند کیسې د الهام بخښنې په پار ځان لپاره وکاروئ. په دې صورت کې به تاسې د بخیلۍ، سترس او بې ارزښتوب احساس ونه کړئ.

بریالیو خلکو دا درک کړې ده چې د هغوی سفر بېساری دی او له نورو سره پرتله کیدلای نه شي. نو په همدې اساس د پرتله کولو په دام کې مه غورځئ. په خپل (ولې؟) پوښتنې تمرکز وکړئ.

۵. بریالي خلک خپل هره ورځ داسې تیروي لکه همدا ورځ یې چې د ژوند آخري ورځ اوسي.

د ژوند حساب نه دی مالوم او همدا راز تاسې هم غواړئ چې په راتلونکي باندې ډیر تمرکز وکړئ او موږ ټول دې ته تشویش کوو چې نور به څه پیښیږي. لکه څنګه چې پلان نیونه مهمه ده، همدا راز ژوند هم مهم دی. باید چې په پوره توګه حاضر واوسئ

ژوند ډیر لنډ دی او داسې کوم تضمین هم نه شته چې کله به پای ته رسیږي. بریالي خلک هره ورځ داسې تیروي لکه همدا ورځ یې چې د ژوند آخري ورځ وي او له هرې شیبې څخه یې ښه ګټه پورته کوي. تاسې هم باید چې همداسې وکړئ.

کله چې تاسې یوې لویې موخې رسیدو ته نظر وکړئ، دا ساده خبره ده چې په لومړي ځل به د دې موخې لاسته راوړلو ته هک پک شئ. کله چې هر سهار له خوبه پاڅیږئ او ښه برخلیک ټاکونکي عادتونه ځانته غوره کوئ، نو په همدې اساس تاسې د بریا په لور ځانته یو ښه فرصت ورکوئ. په پای کې، که چیرې تاسې ته بریالی ژوند مهم وي، نو د پیل لپاره یې له پورتنیو (۵) عادتونو ښه ګټه پورته کړئ.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(1 رایه)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.