شاه روخ خان د ( نوي سوچ) په نوم تلویزوني خپرونه پیلوي

18 وږی 1396 چنار راډیو

د هندي سینما وتلی اکټر شاه روخ خان د ټید ټاک (Ted Talk ) په نوم د مشهورې ادارې د یو شمیر هغه خپرونو کوربه توب کوي چې په هندوستان کې یې د ( نوي سوچ) په نوم وړاندې کوي.

ټیډ ټاک په نړۍ کې د نويو نظریو او څیړنو په اړه د وتلو خلکو ویناوې خپروې او په همدې خاطر په بیلابیلو هیوادونو کې خلک د نويو او رغوونکو نظریو په اړه ویناوو او بحثونو ته رابولي. ټیډ ټاک په یو ټیوب څو مشهور چینلونه لري چې پرې خپرې کړې ویناوې یې په نړۍ کې میلونونه خلک اوري او ګوري.

دا اداره غواړي په هندوستان کې د سټارپلز ټلویزون په همکارۍ او د شاه روخ خان په کوربه توب د خپلو ویناوو لړۍ د( نوي سوچ) په نوم پیل کړي.

د هندي رسینو د راپورونو له مخې د بالیووډ بادشاه شا رخ خان وروسته له هغې ددې ټلویزیونې خپرونې پرمخ وړلو ته چمتو شوی چې تازه خپور شوی فلم يې په بازار کې له ناکامۍ سره مخ شوی دی.

په وروستیو کې د شاه رخ خان او انوشکا شرما ګډ نوی فلم (جب هري میټ سیجل) نندارې ته وړاندې شو خو د پام وړ بازار يې ونه کړ.

راپورونه وايي، ددې فلم تر ناکامیدو وروسته شاه رخ خان د ټيډ ټاک د ( نوي فکر) په نوم د ددې ټلویزیونې خپرونې ثبتول پیل کړي دي. په دې خپرونه کې به د نړۍ بېلا بېل بریالي او کامیاب کسان میلمانه کیږي او د هغوی سره به شاه روخ خان په خپل ځانګړي انداز بحثونه کوي.

شاه رخ خان تېره اوونۍ ددې خپرونې د ثبتولو چارې پیل کړي او داسې ویل کیږي چې د خپرونې لومړنی میلمه يې د هندي سینما وتلی فلم جوړونکی کرن جوهر و.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.