1- نجار به ښځه په پور درکړي او د خپل کار وسایل نه درکوي -. کوريايي متل
2- په یوه لاس دوه چونګښې نه شئ نيولاى. – چينايي متل
3- وینه د اور پرته په جوش راځي. – اسپانوي متل
4- ښه کتاب، ښه دوست دی. – ايټالوي متل
5- یو لوی کتابتون د یو ښه استاد معادل نه دی. – چينايي متل
6- د کتاب په اړه قضاوت د هغه له پوښه مه کوه. – امريکايي متل
7- هيڅوک هم د ځان لپاره ندي پیدا شوي. – رومي متل
8- د کار زده کولو په لومړۍ ورځ له چا استاد نه جوړيږي. – رومي متل
9- کارغه په وینځلو سره نه سپینیږي. – ډنمارکي متل
10- د ړانده سړي ښځه سینګار ته اړتیا نه لري. – اسپانوي متل
11- د مرګ ویره له مړينې سخته ده. – رومي متل
12- قرض په خبرو نه خلاصيږي. – ترکي متل
13- بې پوره، خلاص له پيغوره. – ايټالوي متل
14- ساه اخيستنه (تنفس) د ژوند موسيقي ده. – هندي متل
15- په نوي جارو ښه صفایي کېږي. – روسي متل
16- بې موسکا انسان دې دوکان نه خلاصوي. -چينايي متل
17- که اوښان ساتې، نو دروازې هم ورته لوړې جوړوه. افغاني متل
18- د هوښیارې ښځې، میړه جاهل وي. – چينايي متل
19- په خپل هنر مه شرمېږئ.جرمني متل
20- په ړندو کې یوسترګی پاچا وي. – ”د نړیوالو متلونو دې ټولونکي چینايي متل ګڼلی خو په افغانستان کې په دري او پښتو دواړو ژبو کې شته.“
د نړۍ شل مشهور متلونه
خپل نظر ورکړئ
Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.