د جاپان شهزادګۍ خپل سلطنتي موقف له مینې جار کړ

تاند- د جاپان د امپراتور ماڼۍ اعلان وکړ چې شهزادګۍ (ماکو) د حقوقو له یوه لیسانس (کیي کومورو) سره کوژده کړې ده.
شهزادګۍ ماکو وايي«خوشاله یم چې د امپراتور له موافقې وروسته زموږ په نامه کېدا تایید شوه.»
دواړه ۲۵ کلن دي. دوی ۵ کاله وړاندې، چې د توکیو په کریستیان نړیوال پوهنتون کې محصلان ول، سره ولیدل.
ښاغلی کومورو وايي«وروسته له دې چې پوی شوم چې له یو بل سره مینه لرو، هغې ته مې د وړاندیز کولو پرېکړه وکړه.
ما د ۲۰۱۳ په دسمبر کې له شهزادګۍ ماکو څخه وغوښتل چې په راتلونکې کې له ما سره واده وکړي.»
د دوی د کوژدې تر اعلان مخکې ښاغلی کومورو په خپله سیمه کې د سیاحت لپاره د هلوځلو په خاطر د سمندر په شهزاده مشهور شوی و.
د جاپان د پېړیو- پېړیو زړو سلطنتي مقرراتو پر اساس که کومه شهزادګۍ له سلطنتي کورنۍ دباندې له چا سره واده وکړي، باید شاهي امتیازات له لاسه ورکړي.
په ۲۰۰۵ م کال د ماکو ترور له سلطنتي کورنۍ دباندې واده کړی و.
تراوسه پورې د اغلې ماکو او ښاغلي کومورو د پرېکړې په وړاندې جاپانیانو مثبت عکس العمل ښوولی دی.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.