پر ټولنیزو شبکو د ژوندیو خپرونو لپاره کوچنۍ کمره

تاند- د الیکترونیکي وسایلو د تولید کمپنۍ ابیکویتي لیبز یوه کوچنۍ کمره جوړه کړې چې د غاړکۍ په شان ده او ورڅخه په یوټیوب کې په مستقیمم یا ژوندۍ بڼه ویدیو خپرېدای شي.
د نیواتلس د راپور له مخې، که څه هم اکثره موبایل ټېلفونه کمرې لري چې ورباندې فلم واخیستل شي خو د دې نوې کمرې ځانګړتیا دا ده چې د یوې کوچنۍ غاړکۍ په شان یې په غاړه کې اچولی او په اسانه ورڅخه کار اخیستلی شو.
(Ubiquiti Labs) کمپنۍ وايي دا کمره، چې (FrontRow) نومېږي، له ټویټر، فېسبوک او یوټیوب سره وصلېږي او په مستقیم ډول ستاسو فلمونه له نورو خلکو سره شریکوي.
دا کمره ۵۸ اعشاریه ۸ میلي متره لوړوالی او ۷۰ اعشاریه ۳ میلي متره پلنوالی لري. وزن یې یوازې ۵۵ ګرامه دی.
د دې ګجټ په مخکینۍ برخه کې دوې ۸ میکاپیکسلي کمرې شته. شاته یې هم د یو اعشاریه ۹۶ اینچه سکرین یا شیشې دپاسه ۵ پیکسلي کمره موجوده ده.
د دې کمرې بېټرۍ د ۲ ساعته فلم اخیستلو او یا د نژدې یو ساعت ژوندۍ خپرونې لپاره کافي ده.
د کمرې بېټرۍ د یو ایس بي په وسیله چارجېږي او له همدې لارې د کمرې له ۳۲ ګېګابایټي حافظې عکسونه او فلمونه ډاونلوډېږي.
د بلوټوت په وسیله هم معلومات ورڅخه لېږلی شو.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.