اسماني ډبره او د شمسي نظام د تکامل راز

18 لړم 1397 له تاند څخه په مننې

 د ساینسي علومو څېړونکي زموږ د خپل شمسي نظام د تکامل پر راز د پوهېدو لپاره پر یوه ډبرین شهاب یا اسماني ډبرې، چې ۴ ملیارده او ۵۶۵ ملیون کاله پخوانۍ ده او په موریتانیا کې موندل شوې ده، څېړنې کوي.
د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، دا اسماني ډبره تر ټولو پخوانۍ ده چې تراوسه پورې انسانانو موندلې ده.
دوی وايي چې پر دې ډبره تحقیق به مرسته وکړي چې ساینسپوهان د شمسي منظومې د رامنځته کېدو پر راز وپوهېږي.
دا اسماني ډبره، چې د موریتانیا په وچه دښته کې موندل شوې، د فوټبال د یوه توپ هومره ده.
ساینسپوهان وايي چې شمسي نظام ۴ ملیارد او ۶ سوه کاله پخوا هغه مهال رامنځته شو چې د جاذبې د قوې تر فشار لاندې د ګازونو او دوړو ورېځې وپاشل شوې.
د امریکا د ایرزونا پوهنتون د اسماني ډبرو د تحقیقاتي مرکز غړی دانیل دانلوپ وايي، دا اسماني ډبره چې څېړنه یې پرې کړې، له پخوانيو شهابونو سره هیڅ ورته والی نه لري.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.