د اپل د بې چلوونکي موټر د شیشې کمال

18 لړم 1397 له تاند څخه په مننې

 اپل کمپنۍ د اتومات یا بې چلوونکو موټرو په مخکینۍ شیشه کې د یوه داسې سکرین د اختراع حق ثبت کړ چې د موټر او د هغه د سپرلیو ترمنځ ارتباط ټینګوي.
دا شیشه د لارې حالت او نقشه په بې چلوونکي موټر کې ثبتوي.
اپل له یوې مودې راهیسې د بې چلوونکو موټرو په ازمېښت بوخت دی خو د خپلې دې پروژې په اړه یې معلومات نه دي خپاره کړي.
په همدې لړ کې (Patentlyapple) ویبپاڼې افشا کړه چې اپل د اتومات موټرو په برخه کې له فولکس واګن سره همکاري پیل کړې ده.
اپل د امتیاز د حق اخیستلو په مهال ویلي چې د موټر سپرلۍ د دې سیستم په وسیله له نورو موټرونو سره په فېس ټایم کې ارتباط ټینګولی شي.
دا سیستم همداراز کولی شي چې د موټر د سپرلیو له حاله خبر شي او ورته معلومېږي چې ایا بېرېدلي دي. په داسې حالت کې موټر په خپل وضعیت کې بدلون راولي چې سپرلۍ ډاډه شي.
دا وسیله د شاوخوا موټرو د وضعیت په اړه هم خپلو سپرلیو ته معلومات ښيي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.