د پلاستیکي کڅوړو لپاره ۴ کاله بند او ۴۰ زره ډالره جریمه

کینیا د پلاستیکي کڅوړو په کارولو او جوړولو بندیز ولګاوه.
د دغه افریقايي هیواد حکومت د بندیز په اړه د محکمې له پرېکړې وروسته ویلي چې که چا د پلاستیکو کڅوړو د استعمال او تولید بندیز رعایت نه کړ، تر ۴ کاله بندي کېدای شي.
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې، دې هیواد همداراز اعلان کړی چې سرغړونکو ته لویه جریمه هم په پام کې نیول کېږي.
د کینیا د پلاستیک جوړولو صنعتګرو له سترې محکمې غوښتي ول چې د پلاستیکي کڅوړو پر جوړولو بندیز لېري کړي ځکه چې دا بندیز به سبب شي چې ډېر خلک وزګاره شي. خو سترې محکمې د دوشنبې په ورځ /اګست ۲۸/ دا غوښتنه رد کړه.
دا په تېرو لسو کلونو کې د پلاستیک کڅوړو د بندولو په اړه په کینیا کې درېمه هڅه ده. تېرې دوې نه وې بریالۍ شوي.
ویل شوي چې د پلاستیکي کڅوړو لپاره تر ۴۰ زره ډالره پورې جریمه په پام کې نیول شوې ده؛ البته دا به تر ټولو لوړه جریمه وي.
تر کینیا وړاندې څو نورو افریقايي هیوادونو لکه کامرون، مالي، ګینې بیساو، تانزانیا، یوګنډا، ایتوپیا، موریتانیا او مولاوي د پلاستیکي کڅوړو پر تولید او استعمال بندیز لګولی و.
په ټوله نړۍ کې په شاوخوا ۴۰ هیوادونو کې ورته بندیزونه اعلان شوي خو په هیڅ بل هیواد کې د کینیا په شان درنه سزا او جریمه په پام کې نه ده نیول شوې.
د امریکا د کلیفورنیا په پوهنتون کې شوې څېړنه ښيي چې انسانانو له نولس سوه پنځوسمه لسیره تراوسه ۹ اعشاریه ۱ ملیارد ټنه پلاستیک کارولی او ایسته غورځولی دی.
څېړونکو ویلي چې له دې ټول غورځول شوي پلاستیک څخه یوازې په سلو کې له ۹ څخه بېرته کار اخیستل شوی او په سلو کې ۱۲ نور سوځول شوی دی. خو لا هم ۵ ملیارده او ۶ سوه ملیونه نور په خځولځایونو (د خځلو لوی امبارونه)، سیندونو او د ښارونو په لمنو کې پراته دي.
د پلاستیک سوځول چاپېریال ته خورا زیات تاوان لري.
پلاستیک لږترلږه ۱۰۰ کاله په طبیعت کې پاتې کېږي او په خاوره نه بدلېږي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.