په برتانیا کې، پاکستانی ډاکتر د غټو دروغو ویلو له امله د تل لپاره له کاره منع کړای شو

 پاکستاني ډاکتر کاشف ثمین چې۴۲ کاله عمر لري ادعا کړې وه چې ۴۶ کاله تجربه لري.
کاشف ثمین وروسته له هغه په طبي څانګه کې د تل لپاره له کار کولو څخه منع کړای شو چې د خپلې تجربې او د پوهنتون د ډګرۍ په رابطه یې دروغ رسوا شول.‌
د برتانیا یوې عدلي محکمې د روانې میاشتې په پیل کې په یوه اورېدنه کې معلومات وړاندې کړل چې نوموړي یوه سلسله دروغ ویلي دي.
د برتانیا ډیلي میل ورځپاڼه وایي، چې ښاغلي ثمین د نارت وېلز په ګلان کلویډ روغتون کې یوې وظیفې ته په اپلیکیشن کې ادعا کړې وه چې هغه په عاجله طبي څانګه کې له مانچستر میټروپولیټن پوهنتون څخه ماسټري ترلاسه کړې ده، په داسې حال کې چې هغه دغه کورس په نیمایي کې پرېښی وو.
کاشف ثمین همدارنګه په خپلو آنلاین پروفایلونو کې لیکلي وو چې هغه په نیویارک کې په یوه پوهنتون کې زده کړې کړي دي، خو کله چې خبره حقیقت ته ورسېده اعتراف یې وکړ چې د یاد پوهنتون یوازې کتابتون یې لیدلی وو.
ډاکټر کاشف بله ادعا دا کړې وه چې په ګاسترو اینتولوجي ژورنال کې یې یوه مقاله خپره شوې، خو د دې لپاره یې هېڅ شواهد وړاندې نه کړای شول.
په مانچستر کې له یوې اونۍ اوږدې محاکمې څخه وروسته د کاشف ثمین، چې په ۲۰۰۱ کې د پېښور پوهنتون له طب پوهنځی څخه فارغ شوی، نوم د ډاکترانو له راجستر څخه حذف کړای شو، خو بیا هم ۲۸ ورځې وخت ورکول شو چې د محکمې د پرېکړې په وړاندې د استیناف غوښتنه وکړي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.