ګوګل کمپنۍ د لومړي ځل لپاره موبایل ټېلفون جوړ کړ

03 زمری 1396 چنار راډیو

تاند-  ګوګل کمپنۍ د پیکسل په نوم یو نوی ټېلفون بازار ته راوایست چې د روبوټ په شان هرکاره دی.
دا ټېلفون، چې د ګوکل لومړنی موبایل ټېلفون دی، د نورو موبایل ټېلفونونو په شان ښکاري، رنګ یې نقره يي او سپین دی خو له وسپنې او شیشې جوړ شوی دی.
دا ټېلفون د نورو موبایل ټېلفونونو په شان زخیره، کمره، د تصویر او ږغ ثبتوونکی لري او د دې ترڅنګ سینسور هم لري.
دا ټېلفون په اتومات ډول ځان اپ ډېت کوي؛ یعني نوی اپرېټنګ سیستم پکې نصب کېږي.
دا ټېلفون له نن /چهارشنبې/ څخه په امریکا، استرالیا، کاناډا، جرمني او بریتانیا کې مشتریانو ته په دې شرط وړاندې کېږي چې مخکې تر مخکې یې د اخیستلو فرمایش ورکړی وي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.