نامتو بریتانیايي فزیکپوه سټیفن هاوکینګ باور لري چې انسانان یوازې زر کاله نور پر مځکه ژوند کولی شي.
د ډیلي مېل بریتانیايي ورځپاڼې د راپور له مخې، پروفیسر هاوکینګ، چې د فضايي علومو په برخه کې یې پراخې څېړنې کړي، د مځکې کُرې ته د ورپېښو خطرونو یادونه وکړه، ویې ویل چې ممکن د یوې ناڅاپي اتومي جګړې یا د مصنوعي جنیټکي ویروس د خپرېدو له کبله پر مځکه د ژوند امکان له منځه لاړ شي.
ده له خلکو وغوښتل چې د خپلو راتلونکو نسلونو د ژوند لپاره فضا ته زیات سفر وکړي.
ده دا وړاندوینه هم وکړه چې ښايي یوه ورځ انسان د جاذبې د انرژۍ پر اساس د بینګ بانګ عصر ته ستون شي.
د مځکې یوازې ۱۰۰۰ کاله عمر پاتې دی
خپل نظر ورکړئ
Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.