د هلمند پوهنتون استاد پوهنيار محمد موسی علمي د کانګريټو د يوې آلې تر اختراع وروسته د کانګريټو يو نوی مخلوط ډېزاين کړی دی.
د کانګريټو دا نوی مخلوط ډيزاين د کانګريټو نړيوال کنفرانس کې منل شوی دی چې د جرمني هېواد د درسدن ښار په تخنيکي پوهنتون کې جوړ شوی و.
د درسدن پوهنتون چې هر کال ورته له ټولې نړۍ څخه پروفيسوران د کانګريټو په برخه کې خپلې نوې څېړنې استوي تر کتنې وروسته غوره څېړنې قبلوي، کنفرانس پرې جوړوي او د يو کتاب په بڼه يې هم چاپوي.
په ياد کنفرانس کې چې ۲۰۱۷ زيږديز د سپټمبر مياشت کې جوړ شوی و، د هلمند پوهنتون د استاد پوهنيار محمد موسی علمي دويمه اختراع ومنل شوه او ثبت شوه.
د هلمند پوهنتون د استاد دا ډيزاين د فایبر لرونکو کانګریټو لپاره د یوه نوي میکس (مخلوط) طرحه ده چی دا کانګريټ نسبت و نارمل کانګریتو ته د ضربتي او ډینامیکي قواو په مقابل ډیر زیات مقاومت لري.
له دې ډيزاين سره به يو ځل بیا د افغانستان او هلمند پوهنتون نوم د کانگریټو نړیوال كنفرانس او کتاب کي د نړیوالو پوهنتونو او څيړونكو تر څنګ ولیکل شي.
د يادونې ده چې د هلمند پوهنتون استاد پوهنيار محمد موسي علمي دا مهال د ترکيې هېواد کې دکتورا کوي او دا يې دويمه اختراع ده چې په نړيوال کچه ومنل شوه.
د هلمند پوهنتون د استاد دويمه اختراع په نړيواله کچه ومنل شوه
خپل نظر ورکړئ
Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.