تاریخ کې داسې ۴۰ پېښې چې له امله یې حج ونه شو

03 چنګاښ 1399 چنار راډيو

تاریخ کې اول ځل پر ۶۲۹ زېږیز یا شپږم سپوږمیز کال د اسلام د ستر پېغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) په مشرۍ حج وشو او له هغه راهیسې دا فرض هر کال ادا کېږي.
اوس چې د کورونا له امله حج محدود شوی، ممکن له ډېرو سره دا فکر وي چې دا پېښه به اول ځل وي، خو په تاریخ کې ۴۰ ځلې داسې پېښې شوې چې له امله یې حج نه دی شوی او د حاجیانو په مخ کعبه تړل شوې ده.
دا هم څو وجې لري لکه پر بیت الله برید، سیاسي جګړې، وبا، سېلاب، د غدیو له خوا د حاجیانو لوټل او د موسم سخت خرابولی.
دې لیکنه کې داسې مشهورې پېښې یادوې شوې چې له امله یې حج ونه شو
پر ۸۶۵ زېږیز کال د سفاک برید
پر ۸۶۵ زېږیز یا عیسوي کال اسماعیل بن یوسف چې په السفاک مشهور و، بغداد کې د عباسي واکمنۍ پرضد جګړه اعلان کړه او مکه کې یې پر عرفات غونډۍ برید وکړ.
د نوموړي د پوځ په دې برید کې حج ته تلونکي زرګونه حاجیان ووژل شول او د دې برید له امله په همغه کال حج ونه شو.
پر ۹۳۰ زېږیز کال د قرامطه برید
دا برید پر مکه مکرمه تر ټولو خونړی بلل کېږي.
پر ۹۳۰ کال د قرامطه فرقې مشر ابو طاهر الجنابي پر مکه په برید سره دومره لوټ تالان او وژل وکړل چې د څو کلونو لپاره حج ونه شو.
قرامطه نه د هغه وخت اسلامي حکومت مانه او نه یې هغه ډول اسلام مانه چې دې حکومت کې و.
هغه دا هم ویل چې حج له اسلام مخکې هم و، ځکه یې له بوتپرستۍ سره ورته باله.
سعودي کې د شاه عبدالعزیز څېړنیز بنسټ وایي، ابو طاهر د کعبې شریفې پر دروازه له تورې سره ولاړ و او د خپلو وسلوالو په لاس یې د حاجیانو د ډل وژنې ننداره کوله.
د دې ادارې د رپوټ له مخې: هغه ویل، عبادتګر ختم کړئ، له کعبې پوښ لرې کړئ او حجر اسود له بېخه وباسئ.
په دغه مهال کعبه کې ۳۰ زره حاجیان قتل عام شول او له جنازې، غسل او کفن پرته ښخ کړل شول.

تاریخپوهان وايي، بریدګرو ځینې وژل شوي کسان زم زم چینه کې واچول چې اوبه یې خرابې کړي.
وروسته دوی حجر اسود ډبره له ځان سره د سعودي ختیځ ولایت بحرین ته یووړه او له ابو طاهر سره د څلو کلونو لپاره وه، خو له درانه تاوان وروسته یې کعبې ته ستنه کړه.
پر ۹۸۳ زېږیز کال د عباسیانو او فاطمیانو جګړه
حج یوازې د جګړو له امله نه بلکې څو کاله د سیاست له امله هم ځنډول شوی دی.
پر ۹۸۳ کال د عراق د عباسي او د مصر د فاطمي خلافتونو د مشرانو ترمنځ د سیاسي کشمکش له امله هم مسلمانان حج ته نه لاړل او بیا حج پر ۹۹۱ کال ادا شو.
د ناروغیو او وباوو له امله حج پاتېدل
د شاه عبدالعزیز بنسټ د رپوټ له مخې، پر ۳۵۷ سپوږمیز کال د یوې ناروغۍ له امله خلک حج ته نه لاړل.
په رپوټ کې د ابن خطیر د کتاب(پیل او پای) له مخې لیکل شوي د الماشري ناروغۍ له امله مکه کې ډېر خلک مړه شول.
ډېر حاجیان لار کې مړه شول او ځینې د حج له نېټې وروسته مکې ته ورسېدل.
پر ۱۸۳۱ کال له هند پیل شوې وبا مکه کې له څلورو درې برخې حاجیان مړه کړل، دا خلک د څو میاشتو خطرناک سفر سره مکې ته د حج لپاره تللي و.
دا ډول له ۱۸۳۷ تر ۱۸۵۸ زېږیز کال دوو لسیزو کې درې ځله حج ونه شو.
پر ۱۸۴۶ کال د کولارا وبا له امله نږدې ۱۵ زره کسان مړه شول، دا وبا تر ۱۸۵۰ کال مکه کې خپرېدل او له هغه وروسته هم کله کله ترې خلک مړه کېدل.
د ډېری څېړونکو په خبره، دا وبا هندي حاجیانو ور سره وړې وه چې له امله یې مکه کې د نورو هېوادونو خلک هم اغېزمن شول.
مصري حاجیان ډلې ډلې د سور سمندرګي په لور وتښتېدل او قرنطین شول. دا وبا وروسته نیویارک ته هم ورسېده.
د پام وړ خبره دا ده چې عثمانیه سلطنت کې هم د کولارا وبا د مخنیوي لپاره په قرنطین ټینګار کېده.
پر ۳۹۰ سپوږمیز یا زر عیسوي کال ته نږدې مصر کې د ګرانۍ او د حج لګښت ډېر زیاتېدو سره ډېر خلک له عراق او د اوسني افغانستان شاوخوا سیمو نیولې تر سوریې او مصر خلک حج ته نه لاړل.
د شاه عبدالعزیز بنسټ رپوټ وايي، پر ۴۹۰ سپوږمیز کال هم اسلامي نړۍ کې د جنګونو له امله مسلمانان ډېر زیانمن او حح اغېزمن شو.
پر ۶۵۴ سپوږمیز تر ۶۵۸ کال پر حجاز سربېره له نورو هېوادونو هم حاجیان مکې ته نه لاړل.
پر ۱۲۱۳ سپوږمیز کال فرانسیسي انقلاب د خوندیتوب لپاره د حاجیانو کاروانونه ودرول شول.
د بد موسم له امله
پر ۴۱۷ سپږمیز کال عراق کې د سخت یخ او سېلابونو له امله مکې ته حاجیان نه لاړل او د سخت یخ موسم له امله حج لغوه شوه.
پر کسوه برید
پر ۲۰۱۶ کال حج سعودي ته ۱۲ میلیارډ ډالر نېغ عاید درلود.
پر ۱۳۴۴ کال د کعبې شریفې پوښ یا کسوه له مصر سعودي ته لېږدول کېده چې پر کاروان یې برید وشو او له امله یې له مصر کوم حاجي سعودي ته نه لاړ.
دا پېښه پر ۱۹۲۵ کال شوې وه.
خو دا خبره یادول هم پکار دي چې د سعودي جوړېدو یا له ۱۹۳۲ کال راهیسې تراوسه حج نه دی ځنډول شوی.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.