کورونا معلوموونکي ماسکونه جوړېږي

27 غويی 1399 چنار راډیو

(شنبه. د ثور ۲۷) د امریکا په متحدو ایالتونو کې ساینس څېړونکي د داسې ماسکونو پر جوړولو بوخت دي چې که اغوستونکی یې د کورونا په وایرس له اخته کس سره مخامخ شي، نو ځلېدونکې رڼا خپروي.
د بریتانیا د ډیلي ټیلګراف ورځپاڼې د راپور له مخې، د هارورډ پوهنتون څېړونکي د دغو ماسکونو پر جوړولو کار کوي.
د دې هدف لپاره د ماسک د ټوکر په تنسته او بوده کې داسې سینسرونه اوبدل کېږي چې د سا ایستلو په مهال د ماسک کاروونکي ته معلومېږي چې کورونا وایرس یې په شاوخوا کې شته.
ماسک فلورسینټ وړانګه خپروي.
ساینسپوهان وايي چې د دې اختراع له نهايي کېدو وروسته به د دې پر ځای چې د خلکو د بدن تودوښه اندازه کړل شي، په اسانه د کووید -۱۹ ناروغان څرګندېږي.
د امریکا د هارورډ او آین آی ټي پوهنتونونو څېړونکي اوايي چې له دې سیستم څخه په عامه ترانسپورت کې هم کار اخیستل کېدای شي.
د دې طرحې یو څېړونکی جیم کالینز وايي، د عامه ترانسپورت د کار له پیلېدو سره سم له دې سیستم (الو) څخه په هوايي ډګرونو کې هم کار اخیستل کېدای شي.
دې ته له ورته ټکنالوزۍ څخه په ۲۰۱۶ م کال له زیکا او ابولا وایرسونو سره د مقابلې لپاره کار اخیستل شوی و.
د ښاغلي کالینز په وینا د دې ډول الو پر جوړولو څه کم یو ډالره لګښت راځي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.