اوزون

27 غويی 1399 چنار راډیو

اوزون د درې اتومه اکسېجن O3 څخه عبارت دی چې د لمر د وړانګو په شتون کې منځ ته راځي، او د همدې پروسې د کړنو او انفعال په پایله کې دلمر ضررناکې وړانګې د ځمکې د سطحې څخه دفع کوي او نه پرېږدي چې د لمر هغه مضرې او ضرري وړانګې د ځمکې سطحې ته ورسېږي.   د اوزون پوړۍ (طبقه): د ځمکې د فضاء په ستراتوسفیر برخه کې د ځمکې د کرې ګرد راګرد پردې یا حباب ته ورته پوړۍ ده چې د اوزون O3 له مالیکولونو څخه جوړهشوې ده، چارلس فابري او هنري بایوسن دوه فرانسوي فزیک پوهان وو چې په ۱۹۱۳ کال کې یې د اوزون ۳ میلي متره پوړۍ کشف او وموندله. ددې پوړۍ دنده د لمر د ضرري وړانګو (UV-B-C) پروړاندې د د فلتر په ډول عمل کول دي چې په پایله کې یې همدغه ضررناکې وړانګې د ځمکېسطحې ته له رسېدو منع او دفع کېږي. په اوسط ډول ، په هرو ۱ ملیون هوایي مالیکولونو کې له ۱ څخه تر ۶ ملیکولونو پورې د اوزون مالیکولونه شتون لري. د اوزون پوړۍ په فضاء کې دځمکې له سطحې د ۱۰ تر ۲۰ کیلومترۍ لوړوالي (ارتفاع) څخه شروع او د ۴۰ تر ۵۰ کیلومتره ارتفاع پورې رسېږي او د ځمکې پر مخ د ژوند اوحیات لپاره ډېر ارزښت لري، ډابسن د اوزون د غلظت د اندازه کولو د واحد په توګه پیژندل کیږي. هر کله چې داوزون د مالیکولونو د له منځه تللو سرعت د اوزون د نویو مالیکولونو د ځای پرځای کېدو  په نسبت زیات وي کوم چې په طبیعي ډول دلمر د وړانګو په موجودیت کې تولیداو رامنځ ته کېږي، نو هغه وخت ویلای کېږي چې د اوزون پوړۍ کمه شوې یا د له منځه تللو او  سوري کېدو پهحال کې د، او په پایله کې ددې پوړۍ دفاعي ځواک د لمر د ضررناکو وړانګو (UV-B-C) په وړاندې کموزرۍ او حتا له منځه ځي. پوهان د لمروړانګې په دریو ګېډیو UV-A ، UV-B، UV-C وړانګو باندې وېشي چې له دې جملې یې UV-C وړانګې د ځمکې سطحې ته نه رسېږي، UV-B وړانګې بیا تر یو حده د اوزون پوړۍ پواسطه دفع کېږي او UV-A وړانګې بیا به په مکمل ډول د اوزون له پوړۍ تېرېږي. له دې جملې UV-B وړانګې د ځمکې پر مخ د ژوندانه د روغتیا او سلامتۍ په وړاندې اصلي او ضرري وړانګې بلل کېږي چې زیاتې ناوړه او منفي اغېزې ورسره ملدي. د اوزون د پوړۍ د له منځه تللو آثار او اغېزې: ۱- د بشر سلامتي: د انسانانو د DNA \ په ګواښلو او اغېزمنولو سره د عفوني نارغیو زیاتوالی او د انسان د بدن د ساتوونکي (حفاظتي) سېستم له منځ وړل او اغېزمن کول. ۲- د ماورای بنفش B وړانګې د پوستکي د سرطان او همدارنګه د سترګو د ړندوالي اصلي لامل بلل کېږي. ۳- د اوزون د پوړۍ له منځه تلل په زراعت او کرنه کې همدارنګه په ځنګلونو باندې جدي او ناوړه اغېزې غورځوي چې د نباتاتو د کیمیاوي ترکیباتود بدلون لامل کېږي او پدې ډول یې ګواښي. ۴- د اوبو دننه ارګانېزمونه په ځانګړي ډول پلانکتونونه او نورو اوبیزو نباتاتو ګواښېدل د ماورای بنفش وړانګو پواسطه پداسې حال کې چې دغهژوندي ژوي او نباتات د غذایي څرخ او دوران اصلي پایه بلل کېږي. ۵- هغهو توکي او مواد چې په ساختمانونو، ربړي څیزونو، لرګي او پلاستیک کې کارېږي او د انسانانو د ګټې اخیستنې لپاره استعمالېږي کله چېد ماورای بنفش وړانګو تر ګواښلاندې راشي نو تجزیه کېږي او له منځه ځي چې په کلنۍ توګه یې د خساراتو او زیان اندازه تر میلیاردونو ډالرورسېږي. ۶- وروستۍ هم دا چې د B ماورای بنفش وړانګې د ځمکې په سطحه کې د هوا د خرابوالي، دود او مه د زیاتوالي سبب کېږي چې هغه بیا په خپلنوبت د روغتیا او سلامتۍ په وړاندې ناوړه اغېزې لري.   د اوزون د پوړۍ تخریبوونکي مواد: هغه مواد چې د اوزون د پوړۍ د له منځه تللو سبب کېږي کیمیاوي مواد دي چې اساسا د کلورو لرونکو هایدرو کاربون، فلورو لرونکو او بروم لرونکوکیمیاوي موادو څخه جوړ شوي او په لاندې ډول دي: ۱- کلورو فلورو کاربن CFC ۲- هایدرو کلورو فلورو کاربن HCFC ۳- هالونونه ۴- هایدرو برومو فلورو کاربن ۵- برومو کلورو میتان ۶- میتایل کلورو فرم ۷- تتراء کلوراید کاربن ۸- میتایل بروماید ۹- ODS   د اوزون پوړۍ د ساتنې په اړوند نړیوال تړونونه: ۱- د ویانا کنوانسیون: دغه کنوانسیون د ملل متحد د چاپېریال ساتنې پروګرام UNEP تر څارنې لاندې په ۱۹۸۵ کال کې د اوزون د پوړۍ دساتنې په وړاندې لومړۍ ګام بلل کېږي. ۲- د مونتریال پروتوکل: د ویانا کنوانسیون څخه دوه کاله وروسته په ۱۹۸۷ کال د ټولو هغو موادو د له منځه وړلو او حذف کولو پخاطر د مونتریالپروتوکل رامنځ ته شو چې د اوزون پوړۍ د له منځه وړلو لامل بلل کېده، دغه پروتوکول په ۱۹۸۹ کال اجرایي پړاو ته داخل شو چې وروسته له هغهټولو هغه ۱۹۱ هېوادونو چې پکې تړون او اضاء کړې وه مجبور او مکلف شول چې د اوزون پوړۍ تخریبونکي موادو تولید او استعمال بند او ټول دODS  مصرف او تولید په مکمل ډول له منځه یوسي. له ۱۹۹۴ راهیسې ، ملګرو ملتونو د سپتمبر  ۱۶ د اوزون د ساتنې نړیوالې ورځې په توګه نومولې ده.

د موبایل له راډیویې څپو څخه د ځان ژغورنې لارې چارې
لیکوال: ګل ولي ارین
ګرځنده تلیفونونه(موبایلونه) د نني عصر د انسان له عمدۀ او مهمو ضرورتونو څخه شمېرل کیږي، د یوویشتمې پېړۍ انسان، موبایل ته د بدن د یوۀ غړي په څېر په ارزښت او اهمیت قایل دی.
نژدې ټول بالغ انسانان موبایل کارَوي او د موبایل په وسیله خپلې ورځنۍ چارې تنظیموي. خو ډېر لږ یې د موبایل د دوامداره کارؤنې څخه د راپورته کېدونکو خطرونو څخه اګاه دي.
دا چې د موبایل کارؤنه زموږ په هېواد (افغانستان) کې هم ورځ تر بلې د ډېریدو په حال کې ده نو لازمه مې وګڼله چې د موبایل لۀ دوامدارې کارؤنې څخه، انسان ته د متوجه ګواښونو د مخنیوي لارې چارې له مختلفو طبي ویب سایټونو راوژباړم او له تاسې درنو لؤستونکو سره یې شریکې کړم.

 ټول موبایلونه د سیمکارت په ذریعه کار کوي، او دا سیم کارت د اړوند مخابراتي شبکې له پایې(انتن) څخه سیګنال اخلي. د انتن او سیم کارت تر منځه اړیکه راډيویي څپې ټینګوي، تر هغې چې سیمکارت لرونکی مبایل چالان وي، دا راډيويي څپې په مسلسل ډؤل(په هرو ۳۰-۴۰ ثانیو کې یو ځل) له موبایل څخه د مخابراتي شبکې انتن ته لېږدول کیږي.
ځکه نو د اوږدې مودې لپاره د موبایل سره نږدې پاتې کېدل ستاسو صحت ته تاوان رسولی شي. خو د یو څو ساده لارو چارو څخه په استفادې، تاسې کولای شئ دا خطرات کم کړئ.
۱، که د ویده کېدلو پر مهال موبایل سر سره نژدې ږدئ، دا عادت مو بدل کړئ، موبایل له ځانه لرې کیږدئ بیا ویده شئ. او که مو موبایل الارم(زنګ) ته عیاروئ نو موبایل مو فلایټ موډ ته کړئ تر څو یې شبکه بنده شي.
۲، که هر وخت موبایل په جېب کې ګرځوئ، دا عادت مو د امکان تر حده کم کړئ ( د مخې جیب کې خو یې بیخي مه ګرځوئ)،  د کار پر مهال یې په میز کیږدئ، د ډوډۍ خوړلو او مطالعې پر وخت یې په توشک کیږدئ، حداقل د بدن او موبایل تر منځ باید ۵ څخه تر ۸ انچو فاصله موجوده وي.
۳، هغوئ چې په موبایل کې اوږدې/ډیرې خبرې کوي، له ګوشکیو دې ګټه واخلې(بلتوت والا ګوشکۍ نه، لین داره ګوشکۍ). په موبایل د اوږدو خبرو په صورت کې به کله د غوږ/مخ ګرمېدلو ته متوجه شوي یاست، دا هماغه راډیويي څپې دي چې له مخ سره مو لږېږي.
۴، کله چې موټر کې سفر کوئ، په موبایل مه غږیږئ، ځکه چې موټر د قوتي په شان له څلورو اړخو بند وي، تاسې چې موبایل باندې خبرې کوئ په همدې مهال ستاسو سیمکارټ هڅه کوي د مخابراتي شبکې انتن ته راډيویې څپې ولږدوې، همدا څپې د موټر له شیشو  سره ټکر کوي او بیرته په تاسو راګرځي.
۵، که د زنګ وهلو پر ځای مو په مسیج (پیغام) لېږلو ستونزه هوارېده؛ بهتره ده چې مسج وکړئ.
۶، موبایل مو ماشومانو ته مه ورکوئ حتا د لوبو لپاره هم، ځکه چې د ماشومانو د کوپړۍ هډوکي نازک وي او همدا څپې د هغوئ له هډوکو او مغزو په اسانۍ تېرېدلی شي. بیا مو که ورکاوو هم، شبکه یې بندوئ.
۷، کله چې د موبایل شبکه (انتن) کمزوري وي، زنګ مه پرې وهئ، ځکه چې داسې وخت کې موبایل د راډیويي څپو د لیږلو لپاره په ډېر شدت هڅه کوي، په پایله کې د څپو مقدار له معمول څخه څو چنده زیاتیږي.
 صحت د خداي جل جلاله ښکلې ډالۍ ده، ساتل یې پر ټولو انسانانو فرض دی، د پورتنیو ساده لارښوونو په کارؤنې د موبایل له خطراتو څخه ځان وژغورئ!

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.