ډول ډول سټایلونه به مو لیدلي وي، ږیره، برېتونه او وېښته، خو راځئ نن د داسې سټایل په اړه ولولئ چې کول یې چندان د هر د وس خبره نه ده.
تازه سټایل دا دی چې په ټولنیزو رسنیو کې تازه داسې تصویرونه خپاره شوي چې ځينو نجونو او هلکانو د پزې ویښته را لوی کړي او له پوزې د باندې د شونډو پر نوکو یې را پرې ايښي دي.
که څه هم دا سټایل تر ډېرې اندازې غندل شوی دی، خو په غربي ټولنه کې ورځ تر بلې په ډېرېدو دی او مینهوال یې زیاتېږي.
تر ډېره دا سټایل په نجونو کې موډ دی او هلکانو پهکې چندان دلچسپي نه ده ښوولی.
تاسې يې وګورئ، ښايي ستاسې هم خوښ نه شي، خو خلک يو سټايل بولي.