خبر به یاست چې د تاجکستان ولسمشر د یوه فرمان له مخې په خپل هېواد کې د ږیرې پرېښوول منع کړي و، خو اوس یې د یوه بل امر له مخې دوو ممثلینو ته اجازه ورکړې چې تر لنډ مهال پورې ږیره پرېږدي.
دا اجازه په موقت ډول د دې لهپاره ورکړل شوې چې دا دوه کسان خپل فلم پوره کړي او له دې وروسته به بېرته ږیره خرېيي.
د یوې ځايي وېبپاڼې د راپور له مخې، خوشنود دادو او فرخ ویټاو اوږدې ږېرې درلودې او پولیسو د شک پر بنسټ ونیول.
کله چې دوی پولیسو ته وویل، ممثلین دي او د یوې ډرامې د کرکټر رول لوبولو لهپاره یې ږیرې پرې ایښې دي، نو پولیسو له ږیرې سره په عام محضر کې د ګرځېدو لهپاره ځانګړي جوازونه ورکړل.