د پراګ ټرانسپورټ سیستم

یادونه: دا معلوماتي لیکنه په پراګ کې د افغانستان د سفارت په فیسبوک پاڼه خپره شوې ده. چنار راډیو یې ترې په مننه خپروي. تاسو کولی شئ چې د سفارت پاڼه د دې لېنک په کېکاږلو وګورئ او لایک یې کړئ.

پراګ چې چکي نوم یې پراها (Praha) دی د چک جمهوریت پلازمېنه ده. پخوانۍ چکوسلواکیا په ۱۹۹۳ کال کې دوه برخې شوه چې یوه برخه یې چک جمهوریت او بله برخه یې سلواک جمهوریت شو.

د چک جمهوریت چکي نوم چېسکه ریپوبلیکا (Ceska Republika) او انګلېسي یې Czech Repulic دی. دغه هېواد د افغانستان له هلمند ولایت نه یو څه لوی دی چې ټول ټال پراخوالی یې ۷۸ زره مربع کیلومتره ته رسېږي او ۱۰ نیم میلیونه انسانان په کې ژوند کوي.

په چک جمهوریت کې یو شمېر ځایونه او اسانتیاوې ډېرې د پام وړ دي. د دغه کوچني هېواد په پلازمېنه پراګ کې عام خلک د ارزان ټرانسپورټ له درې عمده ډولونو څخه استفاده کوي؛
‍۱. مېټرو/سب وی یا تر ځمکې لاندې اورګاډی،
۲. ترامونه، چې معمولا دوه کوټه یي کوچني اورګاډي دي او په ښار کې د اورګاډي پټلۍ ته ورته پټلۍ باندې ګرځي،
۳. ښاري بسونه/ټرالي بسونه/برقي بسونه

۱. مېټرو (Metro) یا تر ځمکې لاندې اورګاډی: د پراګ مېټرو یا تر ځمکې لاندې اورګاډی په کال کې په اوسط ډول ۶۰۰ میلیونونه انسانان له یوه ځای څخه بل ته لېږدوي. د پراګ مېټرو اورګاډي چټک، ارام، پاک دي او په اسانۍ سره ترې کار اخیستل کیږي.

د پراګ مېټرو درې لینونه لري چې ټول ۶۲ کیلو متره اوږدوالی او ۶۱ سټېشنونه لري او د سټېشنونو شمېر وخت په وخت او له اړتیا سره سم ډېرېږي یا په نورو ټکو یاد لینونه لا نور اوږدېږي خو دغه تغیر د کالونو یا کالیزو مهالونو په حساب رامنځته کیږي. د پراګ مېټرو خواوشا ۴۵ کاله پخوا یعنې په ۱۹۷۴ کال کې کار پیل کړی او ډېره برخه یې روسانو جوړه کړې ده.

د پراګ مېټرو درې لینونه لري چې د A لین (زرغون لین)، B لین (ژېړ لین) او C لین (سور لین) په نومونو یادېږي. محلي نومونه یې Linka A، Linka B او Linka C دي چې C په چکي ژبه کې د پښتو د څ په دود (لېنکه څ) تلفظ کیږي.

زرغونه کرښه (Linka A): دا کرښه یا لین د ښار له ختیځ څخه د لوېدیځ په لور له ډیپو هوسټیوار (Depo Hostivar) سټېشن څخه نیولې تر موتل روغتون/نیموڅنیڅه موتول (Nemocnice Motol) تمځي پورې غزېدلی،‌ څه باندې ۱۷ کیلومتره اوږده ده، او تر اوسه پورې ۱۷ سټېشنونه یا سټاپونه لري.‌ دا کرښه لومړی ځل په ۱۹۷۸ کال کې پرانستل شوه او د ۱۹۸۰مو په اوږدو کې یې د سټېشنونو شمېر زیات شو. پخوا د A کرښه تر ډیویڅکا پورې غزېدلې وه خو څو کاله مخکې ورسره بوریسلاوسکا، نادراژي ویليسلواوین،‌ پیتریني او نیموڅنیڅه موتول هم یوځای شول او دا پروژه د ۲۰۱۵ د اپریل په ۶مه له بشپړېدلو څخه وروسته پرانستل شوه.‌ په پام کې ده چې دا لین د پراګ تر هوايي ډګره چې اوس یوازې د عام ټرانسپورټ بسونه ورځي، وغزېږي.

ژیړه کرښه (Linka B/Line B): دا کرښه چې ځایي چکي نوم یې Zluta Linka هم دی له ختیځ څخه لوېدیځ ته د چېرني موسټ (Cerny Most) له سټېشن څخه تر زلیچین (Zlicin) پورې غزېدلې، ۲۶.۵ کیلومتره اوږدوالی لري او تر اوسه پورې ۲۴ سټېشنونه لري. دا کرښه لومړی ځل په ۱۹۸۵ کال کې پرانستل شوه او په ۱۹۹۰ کال کې نور سټېشنونه ورسره یوځای شول. ژېړه کرښه د پراګ د مېټرو تر ټولو اوږده کرښه ده.

ژیړه یا B کرښه د فلورېنس په سټاپ له سرې یا C کرښې سره تقاطع کوي. هغه مسافر چې غواړي له ژېړې څخه سرې کرښې ته واوړي او د سرې کرښې په امتداد سفر وکړي هغوی د فلورېنس په سټېشن ښکته کیږي او پرعکس یې هم دغه چاره ترسره کوي.

سره کرښه (Linka C/Line C): دا کرښه چې په Linka C (لېنکه څ( سربېره دویم چکي نوم یې Cervena Linka دی د پراګ ښار له شمال څخه د جنوب په لور پرته ده.

سره کرښه له لېتناني (Letnany) څخه پیل او په هایي (Haje) باندې پای ته رسېږي. نابلده خلک Haje د حاجي په دود تلفظ کوي لاکن اصلي تلفظ یې های یا هایي دی ځکه په چکي کې (j ) توری ج نه بلکې ی ته نژدې تلفظ لري. د دې یو بل مثال د Jana ښځینه نوم دی چې په انګرېزي کې جانا تلفظ کیږي خو چکان یې یانا تلفظ کوي.

سره کرښه د پراګ د مېټرو تر ټولو لومړۍ کرښه ده چې په ۱۹۷۴ کال کې جوړه شوې ده، د نورو کرښو په زیاتېدلو سره یې نوم C شوی دی. سره کرښه څه باندې ۲۲ کیلومتره اوږده ده او ۲۰ سټېشنونه لري.

اوبرنګه کرښه (Line D/Linka D): د چک جمهوریت حکومت پلان لري چې په نژدې راتلونکي کې په څلورمه کرښه چې وار له مخه یې پورته نوم ورته ټاکلی دی،‌ کار پیل کړي.‌

د اوښتلو را اوښتلو سټېشنونه: د پراګ ښار په مرکزي برخه کې چې درې واړه کرښې ترې تېرېږي،‌ درې داسې سټېشنونه دي چې یو مسافر کولی شي له یوې کرښې څخه بلې ته ترې واوړي.

موستېک (Mustek): موستېک سټاپ د واڅلاوسکی نامیستي (وېنسیلیس سکویر) له منځ نه نیولې تر وروستۍ برخې پورې ساحه کې غزېدلی پروت دی. دا سټېشن څو اړخونو ته د وتلو لارې لري، په کار دی چې سړی ترې د وتلو پر وخت لاندې مېټرو سټېشن کې په چتونو لګېدلې کوچنۍ معلوماتي لوحه ګۍ ولولي او خپل تګلوری معلوم کړي یا له کومې ځوانې نجلۍ یا هلک نه پوښتنه وکړي چې یوې خواته د وتلو لپاره کومه لاره تعقیب کړي. مشران چکان په انګرېزي لږ پوهېږي.

اصلي خبره پاتې شوه، اصلا موستېک هغه سټاپ دی چې زرغونه کرښه (Linka A) او ژېړه کرښه (Linka B‌) په کې تقاطع کوي، او سړی کولی شي چې له یوې کرښې څخه بلې ته په کې واوړي.‌ سړی چې ورښکته شي اول زرغونه کرښه او تر هغې لاندې بیا ژیړه کرښه پرته ده.‌

موزیم (Muzeum): دا سټاپ د واڅلاوسکی نامیستي په پورتنۍ برخه کې د چک د ملي موزیم لاندې پروت دی. په موزیم سټاپ کې زرغونه کرښه (Linka A) له سرې کرښې (Linka C) سره تقاطع کوي. سړی چې د ځمکې له سر نه ورښکته شي اول سره کرښه راځي بیا چې په زینو نور هم ورښکته شي لاندې یې زرغونه کرښه راځي.

فلورېنڅ (Florenc): فلورېنڅ سټاپ په دې هم مشهور دی چې تر څنګه یې د بسونو نړۍ واله هډه موجوده ده چې نه یوازې د چک جمهوریت نورو ښارونو بلکې د اروپا نژدې هېوادونو ته هم ترې بسونه تګ راتګ کوي.‌ ژیړه یا ب کرښه له سرې کرښې سره په فلورېنس کې تقاطع کوي.‌

کله چې سړی د یوې کرښې له سټاپ نه بلې ته ورښکته کیږي یا پاس خېزي دا له ۳ څخه تر ۵ دقیقو پورې وخت نیسي، هم برقي زینې ښکته پورته شوي او هم ساده زینې او تلونکي ورته په لین ولاړ وي او په ترتیب سره پرې ورښکته/پورته کیږي. په برقي زینه کې معمولا خلک ښي اړخ ته درېږي څو هغو کسانو ته چې وارخطا وي او چټک ځي فرصت ورکړي چې په اسانۍ ترې تېر شي.‌

د پراګ د مېټرو یا انډرګراونډ اورګاډي د سهار له خواوشا ۴:۴۵ بجو څخه حرکت پیلوي او وروستی اورګاډی نیمه شپه یا د شپې خواوشا ۱۲ بجې روانېږي. کله چې د شپې له مخې مېټرو اورګاډی بند شي مسافر کولی شي چې له ښاري بسونو او ترامونو څخه استفاده وکړي.‌

مېټرواورګاډي د ورځې په جریان کې د ګڼه ګوڼې په ساعتونو (معمولا د سهار د مامورینو او کارګرانو د تګ په وخت او مازدیګر د مامورینو او کارګرانو د ستنېدلو په وختونو) کې ژر ژر تګ راتګ کوي او په فرصت وختونو کې په یو څه ځنډ سره چې دا انټروالونه یې له ۴ څخه نیولې تر ۱۰ دقیقو پورې فرق کوي.‌

د مېټرو اورګاډي په نژدې ټولو سټېشنونو کې لفټونه لګېدلي خو معمولا هغه خلک ترې استفاده کوي چې یو نه یو ډول معیبوبیت ولري او عادي خلک له برقي او عادي زینو څخه استفاده کوي.

په مېټرو اورګاډي کې دننه وخت په وخت دا اعلانونه اورېدل کیږي:
1. د سټېشن نوم: دا نوم مثلا موستېک هغه وخت اورېدل کیږي چې اورګاډی ور ورسیږي.‌ مسافرو ته ور یادوي چې ځان ښکته کېدلو ته تیار کړي.‌
2. د دروازو د بندولو خبرداری: اوکونچیته پروسیم ویستوپ ا ناستوپ،‌ ډروېژه سي زویره یي (Ukončete prosím výstup a nástup, dveře se zavírají.) یعنې لطفا ختل او کېوتل ودروئ، دروازه بندېږي. د دروازې په بندېدلو سره اورګاډی روانېږي.‌
3. د راتلونکي سټېشن نوم: کله چې اورګاډی روان شي اعلان کوي چې را روان سټېشن مثلا موزیم دی نو وایي،‌ پریشتي ستانیڅه موزیوم (“Příští stanice Muzeum”) یعنې را روان سټېشن موزیم دی.‌

یوه بله خبره، که چېرې په را روان سټېشن کې اورګاډی له بلې کرښې سره د تقاطع سټېشن ته رسیږي مخکې تر مخکې اعلان کوي چې پریستوپ نا لېنکو ای،‌ بی،‌ سي (Přestup na linku A/B/C) د دې معنی دا ده چې تاسو کولی شئ په دغه سټاپ بلې کرښې ته واوړئ.

د پام وړ لغتونه چې د مېټرو اورګاډي د سفر په سلسله کې ترې استفاده کیږي:‌
اېسکلاټور– برقي زینه
لېنکه – کرښه
مېټرو ولاک – تر ځمکې لاندې اورګاډی
پرېستوپ – اوښتل/بلې کرښې ته اوښتل
ستانیڅه مېتره – مېټرو سټېشن یا سټاپ
وستوپ – د ننوتلو لاره
ویستوپ – د وتلو لاره

پیغام:‌ د چک جمهوریت او په ځانګړې توګه د پراګ د عامه ټرانسپورټ سیستم د نړۍ له پرمختللیو سیستمونو څخه دی چې کېدای شي افغان ځوانان یې له مثبتو اړخونو څخه ښه تاثر واخلي، او د افغانستان د حکومت اړوند سکټور یې د هېواد په ښارونو کې د تطبیق پر وخت د یوه موډل په توګه په پام کې ونیسي

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.