قطر لوبډلې افغان لوبډلې ته په فوټبال کې ماته ورکړې

د قطر د فوټبال ملي لوبډلې پرون د افغانستان لوبډلې ته يو د صفر پر وړاندې ماته ورکړه.
دغه سيالي نړيوال او د اسيايي هېوادونو جام ته د لار موندنې لپاره د سیالیو په لړ کې وشوه.
دغه سیالي تېره شپه د تاجکستان د پلازمېنې دوشنبې په مرکزي لوبغالي کې وشوه.
د فوټبال نړيوال فډراسيون (فيفا) د امنيتي دلايلو له مخې د افغانستان په کوربه توب د سیالیو لپاره د تاجکستان ډګرونه غوره کړي دي.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې تر اوسه په E ګروپ کې پنځه سیالۍ کړې دي.
له بنګله دېش څخه يې لوبه ګټلې، له هندوستان سره مساوي شوې، خو د قطر او عمان په وړاندې يې ماتې خوړلې ده.
افغانستان په خپل ګروپ کې، د ٢٠٢٢میلادي کال نړيوال جام او په ٢٠٢٣میلادي کال کې د اسيايي هېوادونو جام ته د لار موندنې لپاره په دریم کتار کې دى.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.