افغانستان د کرکټ په اسيايي سياليو کې سريلانکا ته ماتې ورکړه

27 لړم 1398 چنار راډيو

کابل (٢٧ لړم ٩٨) : افغانستان د اسيا د ايمرجنګ کرکټ سياليو په لړ کې سريلانکا ته په ماتې ورکولو سره ددې سياليو نيمه پاى لوبې ته لاره پيدا کړه.
د اتو هېوادونو ترمنځ د کرکټ  دا پنځوسيزې اووريزې سيالۍ په بنګله دېش کې روان دي، چې په کې ګډون کوونکې لوبډلې په دوو ډلو وېشل شوې دي.
په الف ګروپ کې افغانستان، پاکستان، عمان او سريلانکا شامل دي او په ب کې ګروپ کې هندوستان بنګله دېش ، هانګ کانګ او نيپال شامل دي.
افغانستان نن په خپل ګروپ کې خپله درېيمه لوبه له سريلانکا سره ترسره کړه، د سريلانکا لوبډلې لومړۍ توپوهنه وکړه او ټول لوبغاړي يې په ٢٣٨ منډو وسوځېدل. دافغانستان له لوري عظمت الله عمرزي او عبدالواسع نوري درې ، درې او يوسف ځاځي دوه لوبغاړي وسوځول.
د افغانستان د کرکټ دغې لوبډلې ياد هدف په پنځه څلوېښتم اوور کې ترلاسه او لوبه يې وګټله، دافغانستان له لوري شاهد کمال په زړه پورې لوبه وکړه او سليزه يې ووهله ، هغه ١٠٢ ، عبدالملک ٣٧ او دروېش رسولي ٦١ منډې جوړې کړې.
شاهد کمال ددې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.
تر دې مخکې افغانستان له عمان څخه لوبـه ګټلې وه، خو له پاکستان څخه يې بايللې وه.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.