افغانستان ویسټ انډیز ته د کرکټ په دویمه شل اووریزه لوبه کې ماتې ورکړه

26 لړم 1398 چنار راډيو

کابل (۲۵ لړم ۹۸) : افغانستان د کرکټ په دویمه نړیوړاله شل اووریزه لوبه کې ویسټ انډیز ته ماتې ورکړه او د ماتو د لړۍ مخه یې ودروله.
ددواړو هیوادونو ترمنځ د کرکټ دا لوبې دافغانستان په کوربه توب د هندوستان په لکنو ښار کې روانې دي.
ددویمې شل اووریزې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې د توپوهنې پریکړه وکړه، نن د افغانستان د پیل لوبغاړو ښه لوبه وکړه، خو په ۴۰ منډو کې ګربز او حضرت ځاځي دواړه په یو ځای وسوځیدل، ورپسې اصغر افغان او محمد نبي هم سمه لوبه ونه کړه او وسوځیدل ، په وروستیو مرحلو کې ګلبدین نایب ، کریم جنت او نجیب ځدراڼ نسبتاً ښه لوبه وکړه او د افغانستان منډې یې  ۱۴۷ منډې وکړې.
د ویسټ  انډیز لوبډلې یاد هدف ترلاسه نه کړاو د کریم جنت د په زړه پورې توپ اچونې له امله یې په شل اوورونو کې ۱۰۵ منډې جوړې کړې او دغه راز افغانستان دا لوبه د ۴۰ منډو په توپیر سره وګټله
د افغانستان له لوري کریم جنت پنځه، راشد خان، نوین الحق او ګلبدین نایب یو یو لوبغاړي وسوځول. کریم جنت ددې لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو. 
تر دې مخکې ویسټ انډیز له افغانستانه درې یوه ورځنۍ او یوه شل اووریزه لوبه ګټلې وه.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.