په PSL کې د راشد خان لوبیدل، ګټه که تاوان ؟

12 تله 1396 احسان الله ساپی

له ډیر وخت راهیسې کرکټ د ځیني هېوادنو ترمنځ د سیاست ښکار شوی دی، چې تر ټولو لمړۍ ګوت نیونه هند او پاکستان ته کیږي. له دغه دواړو هېوادونو وروسته بیا یو شمیر نور هېوادونه هم په دغه کار کې ښکیل شوي دي.

په دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان د کرکټ بورډونو ترمنځ هم کرکټ یو څه سیاسي اړخ نیولی دی، چې ښې بیلګې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیالیو د تړون لغوه کیدل او د افغانستان په کورنيو شپږیزه لیګ سیالیو کې د پاکستاني لوبغاړو نه ګډون هغه څه دي، چې د ګڼ شمیر د کرکټ مینه والو غبرګونونه یې را پارولي دي.

څو ورځې وړاندې پاکستاني رسنیو خبر ورکړ، چې د پاکستان د کورني کرکټ PSL یا ۲۰ اوریزه غوره لیګ سیالیو کې د نورو بهرنیو لوبغاړو ترڅنګ افغان لوبغاړی راشد خان هم لوبیدو ته تیار دی.

د خبر په خپریدو سره سم د لاسه زیات شمیر د کرکټ مینه والو د پاکستان د کورني کرکټ په غوره لیګ لوبو کې د راشد خان د نه لوبیدو غوښتنه کړې ده. دوي د افغانستان د کرکټ بورډ څخه غوښتي تر څو نوموړی دغه سیالیو ته پرینږدي.

د د دوي په وینا، که پاکستاني لوبغاړي د افغانستان په سیالیو کې لوبیدو ته نه پریښودل کیږي، نو افغان لوبغاړي ولې ولوبیږي؟

اوس نو خبره د راشد خان ده، چې ولې نوموړي د پاکستان په غوره لیګ سیالیو کې لوبیدو ته زړه ښه کړی دی؟

پاکستاني لوبغاړي د افغانستان لیګ سیالیو ته نه پریښودل کیږي او برعکس دې افغان لوبغاړي د هغه هېواد په لوبو کې ولوبیږي، راشد خان سره د پیسو لالچ دی، مینه وال خوابدي کیدل غواړي، د هېواد د ګټې غم ورسره دی او که د پردې تر شاه بله کومه سیاسي لوبه روانه ده ؟؟؟

لا تر اوسه دواړه چپ دي، نه راشد خان څه وايي او نه هم د افغانستان کرکټ بورډ ځان ښورولی دی.

څه باید وکړي ؟ او راشد خان ته څه پکار دي ؟

که څه هم په دغه لیګ کې د راشد خان لوبیدل په کور دننه او بهر د کرکټ مینه والو ته د زغملو نه دي، خو لوبیدل یې تاوان نه لري.

څنګه ؟

پاکستان ته د راشد خان لوبیدل په دې لیګ کې دومره اړین نه دي؛ بلکې له دې هم یو هدف لري، ځکه چې غواړي سیاسي لوبه روانه وساتي. که افغان کرکټ بورډ د راشد د نه پریښودو پریکړه وکړي، نو کرکټ ته مو څو چنده تاوان لري.

د کرکټ نړیوالې شورا لخوا هم افغانستان لکه د پاکستان بې باوره کیږي او ترڅنګ یې کرکټ د سیاستونو په منځ کې ښکار کیدونکی دی.

کرکټ بورډ هم باید د هېواد د کرکټ د لا پرمختګ لپاره له دغه ډول غبرګون ځان وساتي.

د راشد خان ورباندې څه کیږي ؟ د پاکستان په لیګ کې د راشد خان لپاره هم عزت، هم شهرت او هم مالي پیاوړتیا !

هم خرما هم ثواب ، همداسي چپ پاتي کیدل یې ګټور دي، یوازې ننداره او په میدان کې ځلیدل یې مهم دي.

اوس ووایي، ګټه لري او که تاوان ؟

*له یاران وېب پاڼې څخه

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.