ننګرهار کې د سولې په نوم د لسو لوبډلو ترمنځ د کرکټ سيالۍ پيل شوې

04 لړم 1398 چنار راډيو

جلال اباد (۴ لړم ۹۸):په ننګرهار ولایت کې د کرکټ لیګ سیالۍ پیل شوې چې موخه يې په سوله کې د ځوانانو ونډه اخيستل او له جګړو لرې والی دی.
دغه سيالۍ د شرق رسنيز مرکز او مټرو په نوم د دوو ادارو له لوري د لړم په ۴مه د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار په سراج العمارت بڼ کې پيل شوې.
مسوولين وايي، په سيالۍ کې لس سيمه ييزې لوبډلې چې د يو شمېر رسنيو لوبډلې هم په کې دي برخه لري او يوه اوونۍ به دوام وکړي.
د شرق رسنيز مرکز استازي نجيب الله ساحل وويل، د ياد لیګ د ترسره کېدو موخه په ټولنه کې مثبت لور ته د ځوانانو هڅول دي چې په راتلونکي کې به دغه لړۍ لا وغځول شي.
دی وايي، د شرق او مټرو لیګ سولې جام سیالۍ چې شپږ ورځې به دوام مومي، لس لوبډلې به یو له بل سره په دوولس اووره لوبو کې سیالۍ وکړي.
د لوبې ګډونوال او لوبغاړي د ځوانانو د هڅونې لپاره د ورته سیالیو ترسره کېدل خورا مهم او اغېزمن ګڼي او غوښته کوي چې ولايتي اداره دې په ولسواليو کې هم ورته سياليو ته زمينه برابره کړي.
د دوی له ډلې سميع الله درانی چې د صفا ګروپ لوبډلې لوبغاړی دی وايي، دا ډول سيالۍ ځوانان د نشه يي توکو له استعمال او وسله والو ليکو سره له يوځای کېدو ژغوري او د هېواد د ابادۍ فکر ورکوي.
د دې سياليو د پیل لوبه د شرق رسنیز مرکز او صفا ګروپ لوبډلو ترمنځ وشوه چې د شرق لوبډلې مقابل لوري ته د ۴۶ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.