د مس عينک لوبډلې يوځل بيا د شپږيزې سياليو اتلولي خپله کړه

26 تله 1398 چنار راډيو

کابل (٢٦ تله ٩٨) : د سوېل ختيځ زون د مس عينک اتلانو لوبډلې د مرکزي زون بند امير ښاامارانو ته په ماتې ورکولو سره يو ځل بيا د شپږيزې سياليو اتلولي خپله کړه.
په دې سياليو کې چې له تېرو دوو اوونيو راهيسې په کابل کې روانې وې،د هېواد د شپږو زونونو لوبډلو برخه اخيستې وه.
د شپږيزې سياليو پاى لوبې ته د مس عينک اتلانو او بند امير ښامارانو لوبـډلو لاره موندلې وه، نن د پاى لوبې پچه د بندير امير لوبډلې وګټله او لومړى يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
د بند امير لوبډلې په ټاکل شويو ٢٠ اوورونو کې داوو لوبغاړو په سوځېدو سره ١٥٤منډې جوړې کړې او مس عينک ته يې د ١٥٥ منډو هدف ورکړ. ددوى له لوري عمران جنت ٣٢، شوکت زمان ٢٧ او افسر ځاځي ٢٢ د پام وړ منډې جوړې کړې.
د مس عينک له لوري نوين الحق درې، شرف الدين اشرف دوه ، محمد نبي او نوراحمد يو يو لوبغاړي وسوځول.
د مس عينک لوبـډلې ياد هدف په شل اوورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ترلاسه  اوددې سياليو اتلولي يې خپله کړه.
د مس عينک له لوري نور علي ځدراڼ ٤٢، رحمت الله ګربز ٣٦، محمد نبي ٣٠ او احسان الله ٢٦ د پام وړ منډې جوړې کړې، د بند امير له لوري  مجيب ځدراڼ ٢، جاوېد احمدي او باطن شاه يو يو لوبغاړي وسوځول.
د يادونې ده چې د مس عينک لوبډلې تر دې مخکې هم د شپږيزې اتلولي خپله کړې وه.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.