افغانستان د فوټبال نړيوال جام غوراوي سياليو کې بنګله دېش ته ماتې ورکړه

20 وږی 1398 چنار راډيو

کابل (٢٠ وږى ٩٨): افغانستان د فوټبال نړيوال جام غوراوي سياليو کې کوربه هېواد بنګله دېش ته ماتې ورکړه.
دا لوبه تېره ورځ له ماښام وروسته د افغانستان په کوربه توب د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه ښار کې ترسره شوه.
د دې لوبې يواځېنى ګول د افغانستان لوبډلمشر فرشاد نور له خوا ووهل شو او بنګله دېش ته يې يو پر صفر ماتې ورکړه.
افغانستان د دې سياليو په (ي) ګروپ کې له قطر، هندوستان، بنګله دېش او عمان سره دى، څو ورځې مخکې قطر افغانستان ته شپږ پر صفر ماتې ورکړې وه.
افغانستان د خپل ګروپ په درېيم مقام کې دى.
افغانستان به د راتلونکې اکتوبر مياشتې په ١٠مه نېټه له عمان سره په دغه هېواد کې خپله درېيمه لوبه کوي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.