افغانستان له بنګله دېش څخه تاريخي ټسټ لوبې وګټله

18 وږی 1398 چنار راډيو

کابل  (١٨ وږى ٩٨): افغانستان له يوې په زړه پورې لوبې وروسته بنګله دېش ته په يواځينۍ ټسټ لوبه کې ماتې ورکړه.
د کرکټ ملي لوبډلې ددې پنځه ورځنۍ ټسټ لوبې په څلورمه ورځ بنګله دېش ته د ګټلو لپاره د ٣٩٨ منډو سخت هدف ورکړى و، پرون د ورځې تر پايه پورې بنګله دېش په خپل دويم اننګز کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ١٣٦ منډې جوړې کړې وې او افغانستان ته د ګټلو لپاره د څلورو لوبغاړو سوځول  په کار و.
نن د لوبې په پنځمه او وروستۍ ورځ له سهاره باران پيل شو، چې له امله يې لوبه وځنډېده ، د بنګله دېش په وخت مازيګر مهال باران ودرېد او لوبڅارانو په وروستۍ ورځ د ١٨ اوورونو لوبې اجازه ورکړه.
د افغان لوبډلمشر راشد خان د ښې توپ اچونې له امله د بنګله دېش پاتې څلور لوبغاړي هم وسوځېدل او افغانستان دا لوبه د ٢٢٤ منډو په توپير سره وګټله. راشد خان په دويم اننګز کې هم ښه توپ اچونه وکړه او شپږ لوبغاړي يې وسوځول ، هغه په ټوليزه توګه په دې لوبه کې ١١ لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.
تردې مخکې د افغانستان ملي لوبډلې ددې لوبې پچه ګټلې وه او په لومړي اننګز کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو سره  ٣٤٢ منډې جوړې کړې؛  د افغانستان له لوري رحمت شاه ١٠٢، اصغر افغان ٩٢، راشد خان ٥٢، افسر ځاځي ٤١ او ابراهيم ځدراڼ د پام وړ ٢١ منډې جوړې کړې.
د بنګله دېش لوبډلې په لومړي اننګز کې د راشد خان د ښې توپ اچونې له امله ٢٠٥ منډې جوړې کړې؛ راشد خان ٥، محمد نبي، يمين او قيس احمد يو يو لوبغاړي وسوځول.
دغه راز په لومړي اننګز کې افغانستان پر بنګله دېش ١٣٧ منډې زياتې کړې.
افغانستان په دويم اننګز کې ٢٨٠ منډې جوړې کړې، ابراهيم ځدراڼ په زړه پورې  لوبه وکړه او ٨٧ منډې يې جوړې کړې،  دغه راز اصغر افغان هم يو ځل بيا پنځوسيزه ووهله او ٥٠ منډې يې جوړې کړې.
د بنګله دېش لوبډلې په دويم اننګز کې ١٧٣ منډې جوړې کړې، راشد خان ٦ او ظاهر خان درې لوبغاړي وسوځول.
تر اوسه افغانستان دوه ټسټ لوبې کړې، چې له ايرلينډ څخه يې ګټلې او له هندوستان څخه يې ماتې منلې وه.
افغانستان دې لوبې ګټلو سره له اسټراليا وروسته دويم هېواد شو چې په خپلو لومړيو درېيو ټسټ لوبو کې يې دوه ګټلې دي.
بنګله دېش په ٦٠ لومړيو ټسټ لوبو کې دوه، هندوستان په ٣٠ او پاکستان په لومړيو ١٢ لوبو کې دوه لوبې ګټلې وې.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.