راشد خان د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان وټاکل شو

22 چنګاښ 1398 چنار راډيو

کابل (۲۱ چنګاښ ۹۸) : د افغانستان کرکټ بورډ ملي لوبغاړی راشد خان د کرکټ ملي لوبډلې د عمومي کپتان او اصغر افغان یې د مرستیال په توګه وټاکه.
د افغانستان د کرکټ بورډ مشر عزیزالله فضلي د چنګاښ په ۲۱مه، د یو خبري کنفرانس پرمهال نوموړی د یو ورځنیو، شل اوریزو او ټسټ لوبو د کپتان په توګه اعلان کړ.
تر راشد خان مخکې ګلبدین نائب د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې کپتان و، چې د نوموړي په مشرۍ افغان ټيم په نړیوال جام کې ټولې لوبې وبایللې.
د یادونې چې تر نړیوال جام مخکې کرکټ بورډ ناڅاپه ګلبدین نایب د ملي لوبډلې د کپتان په توګه وټاکلو، چې د یو شمیر مشرانو لوبغاړو لخوا ورسره مخالفت وشو او په نړیوال جام کې ملي لوبډله د ډله بندۍ ښکار شو.
ویل کیږي، چې نن کرکټ بورډ لومړی داصغر افغان د کپتان ټاکل کيدو پریکړه کړې وه، خو د بورډ د ځینو غړو د مخالفتنو له امله بیرته لرې او پر ځای یې راشد خان وټاکل شو.
راشد خان تر دې مخکې د شل اووریزو لوبو کپتان ټاکل شوی و، خو کومه لوبه یې نه وه کړې.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.