د افغانستان کرکټ الف لوبډلې په څلور ورځنۍ لوبه کې بنګله دېش ته ماتې ورکړه

17 چنګاښ 1398 چنار راډيو

کابل (١٧ چنګاښ ٩٨): د افغانستان کرکټ الف لوبډلې بنګله دېش ته د سفر په لومړۍ څلور ورځنۍ لوبه کې کوربه لوبډلې ته ماتې ورکړه.
دا لوبه د بنګله دېش په کهولنا ښار کې ترسره شوه.
د افغانستان کرکټ بورډ له خوا د چنګاښ په ١٧مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغان لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې توپ اچونه غوره کړه، د بنګله دېش الف لوبډلې په خپله لومړنۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۵۳ منډې جوړې کړې چې له ډلې یې انعام الحق ۱۲۱ ناسوځېدلې منډې وکړې.
د افغان توپ اچوونکو له لوري قیس احمد او یمين احمدزي درې ـ درې، نوین الحق دوه او شرف الدين اشرف یو لوبغاړي وسوځول او یو بل رن اوټ شو.
سرچينې ويلي، افغان لوبډلې د لومړۍ پاڼۍ په توپوهنه کې ۲۵۷ منډې جوړې کړې چې تر سيالې لوبډلې یې څلور منډې زياتې وې.
د توپوهنې په برخه کې قیس احمد ۴۶ ناسوځېدلې، افسر ځاځي ۴۵، عثمان غني ۳۹، ابراهیم ځدراڼ ۳۷ او شرف الدين اشرف ۳۱ زیاتې منډې ترلاسه کړې.
کرکټ بورډ وايي، بنګله دېش الف لوبډلې په دویمه پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۵ منډې جوړې کړې چې د افغانستان لپاره قیس احمد په کې ۷ ويکټې ترلاسه کړې.
دغه راز یمین، نوین او شرف یوه ـ یوه ويکټ واخیسته.
که څه هم په دویمه پاڼۍ کې عثمان غني په دوه منډو وسوځېد، خو ابراهیم ځدراڼ په ۷۶ منډو او لوبډلمشر ناصر جمال په ۵۹ منډو ناسوځېدلي پاتې شول او د ۷ ويکټو په توپیر یې په لومړۍ څلور ورځنۍ لوبه کې بنګله دېش الف لوبډلې ته ماتې ورکړه.
په دویمه پاڼۍ کې بهیرشاه محبوب په ۲۰ منډو او شاهدالله کمال په ۱۵ منډو وسوځېدل.
قیس احمد چې په دواړو پاڼيو کې یې لس ويکټې اخیستې وې، د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د یادونې ده، له یادې لوبډلې سره به افغان الف لوبډله یوه بله څلور ورځنۍ او پنځه یو ورځنۍ (لیست اې) لوبې هم ترسره کوي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.