دکرکټ په نړيوال جام کې افغانستان خپله اتمه لوبه هم بايلوده

09 چنګاښ 1398 چنار راډيو

کابل (٨ چنګاښ ٩٨) : د کرکټ د نړيوال جام سياليو په روانو لوبو کې افغانستان خپله اتمه لوبه هم بايلوده او دا ځل پاکستان افغانستان ته ماتې ورکړه.
ددې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه، په دې لوبه کې حميد حسن ته د دولت ځدراڼ پر ځاى چانس ورکړل شوى و، افغان لوبغاړو ښه پيل وکړ، خو پر ٣٠ منډو لومړى ګلبدين نايب او بيا ورپسې په بل توپ حشمت الله شهيدي وسوځېد، اصغر افغان او رحمت شاه ښه لوبه وکړه، خو دوى دواړه هم تر ١٠٠ منډې مخکې وسوځېدل، وروسته نجيب ځدراڼ سميع الله شينواري او اکرام علي هم وسوځېدل د افغانستان لوبـډله په ټاکل شويو ٥٠ اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدلو ٢٢٧ منډې جوړې کړې او پاکستان ته يې د ٢٢٨ منډو هدف ورکړ.
د پاکستان پيل چندانې ښه نه و، په لومړي اوور کې يې فخر زمان له لاسه ورکړ، وروسته بابر اعظم او امام الحق لږه ښه لوبه وکړه، خو تر ١٠٠ پورې د پاکستان پنځه مهم لوبغاړي  وسوځېدل، په وروستيو کې د پاکستان نور لوبغاړي هم وسوځېدل، خو دا چې د افغانستان حميد حسن ټپي شو او افغانستان د يو توپ اچوونکي له کمښت سره مخ شو، نو پاکستان وکولى شول، دا لوبه د وروستي اوور په څلورم توپ د اوو لوبغاړو په سوځېدلو وګټي.
افغانستان به خپله وروستۍ لوبه دپنجشنبې په ورځ له ويسټ انډيز سره کوي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.