ګلبدين : له بنګله دېش سره به لوبه بل ډول وي

03 چنګاښ 1398 چنار راډيو

کابل (٢ چنګاښ ٩٨) : د افغانستان د کرکټ‌ملي لوبډلې لوبډلمشر ګلبدين نايب وايي‌چې د لوبغاړو لوبې ښې شوې او هيله لري چې لوبډله يې له بنګله دېش سره سبانۍ لوبه کې ښه ولوبيږي.
ټاکل شوې ده چې په انګلستان کې د کرکټ د نړيوالې شورا په روانو سياليو کې افغانستان سبا خپله اوومه لوبه له بنګله دېش سره ترسره کړي.
د افغانستان او بنګله دېش لوبـډلمشرانو او روزونکو نن د سبانۍ لوبې په اړه په يوه خبري غونډه کې له خبريالانو سره خبرې وکړې.
ګلبدين نايب وويل چې لوبـډله يې کمزورې نه ده او هيله يې څرګنده کړه چې له بنګله دېش سره ښه لوبه ترسره کړي.
هغه زياته کړه، کرکټ د ورځې لوبه ده او هر چا چې ښه لوبه وکړه،‌هماغه يې ګټي.
د نوموړي په وينا، سره له دې چې بنګله دېش په اسيا کپ کې افغانستان ته ماتې ورکړې،‌خو سبانۍ لوبه به بل ډول وي.
نوموړي وويل، د نړيوال جام په لومړيو سياليو کې يې ښې لوبې ونه کړې خو هيله يې وښوده چې  را روانې لوبې متفاوتې وي.
نايب وايي، بنګله دېش له افغانستان څخه وېره لري.
خو د بنګله دېش د کرکټ‌د ملي لوبډلې روزونګي‌رودز سټيف په دغه خبري کنفرانس کې وويل، چې لوبډله يې له افغاسنتان څخه نه ډارېږي.
هغه زياته کړه، افغانستان د راشد خان،‌محمد نبي او مجيب په څېر غښتلي ورو توپ اچوونکي لري،‌خو د بنګله دېش لوبغاړي به يې ښه مقابله وکړي.
د نوموړي په وينا، لوبغاړي يې له افغانستان څخه وېره نه لري، خو درناوى ورته لري، افغانستان  د کرکټ‌يوه ښه لوبډله لري او پرون يې له هند سره ښه لوبه وکړه.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.