د افغانستان او انګلستان ترمنځ پرونۍ لوبه کې جوړ شوي ريکارډونه

29 غبرګولی 1398 چنار راډيو

کابل (٢٩ غبرګولى ٩٨): د يوه ورځني کرکټ نړيوال جام سياليو په لړ کې پرون کوربه هېواد انګلستان له افغانستانه لوبه وګـټله، خو په دې لوبه کې ګڼ شمېر ريکارډونه هم جوړ شول.
انګلستان په ټاکل شوو ٥٠ اوورنو کې د شپږو لوبغاړو په سوځولو سره ٣٩٧ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يې د ٣٩٨ منډو هدف ورکړ، خو افغانستان په ٥٠ اورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ٢٤٦ منـډې جوړې کړې.
د کرکـټ د مشهورې وېب پاڼې (کرېک انفو) د راپور له مخې، په دې لوبه کې ګڼ شمېر ريکارډونه جوړ شول چې ډېرى يې د انګليستان لوبغاړو جوړ کړي دي.
د انګلستان لوبډلمشر مورګان په دې لوبه کې چې ١٤٦ منډې يې جوړې کړې، ١٧ شپږيزې ووهلې چې د يوه ورځني کرکټ په يوه لوبه کې تر ټولو زياتې شپږيزې دي، دغه راز د نړيوال جام سياليو کې هم دا تر ټولو زياتې شپږيزې دي.
په ټوليزه توګه په دې لوبه کې د انګليستان لوبغاړو له خوا ٢٥ شپږيزې ووهل شوې چې د يوه ورځني کرکټ او نړيوال جام سياليو په تاريخ کې په يوه لوبه کې تر ټولو زياتې شپږيزې دي.
دغه راز په دې لوبه کې انګرېز لوبغاړو پر افغان توپ اچوونکي راشد خان ١١ شپږيزې ووهلې چې د يوه ورځني کرکټ په تاريخ کې پر يوه توپ اچوونکي تر ټولو زياتې شپږيزې وهل شوې دي.
دغه راز تر ١٩٩٩ کال وروسته د کرکټ نړيوالو لوبو (ټسټ، يوه ورځنۍ او شل اووريزو) کې تر ټولو زياتې شپږيزې دي چې پر يوه توپ اچوونکي وهل شوي.
د کرکټ نړيوال جام په دې سياليو کې د انګليستان لوبډلمشر مورګان تر اوسه ٢٢ شپږيزې وهلې دي چې د يوه ورځني کرکټ د نړيوالو جام سياليو په تاريخ کې تر ټولو زياتې دي، سره له دې چې د انګليستان لا څلور لوبې پاتې دي.
د انګليستان لوبډلمشر مورګان په پرونۍ لوبه کې خپله سليزه په ٥٧ توپونو بشپړه کړه چې نړيوال جام سياليو په تاريخ کې څلورمه تېزه سليزه وه، له دې مخکې د ايرلينډ اوبراين په ٢٠١١ کال کې تېزه سليزه وهلې وه.
د انګليستان ټوله لوبـډله تر دې مخکې د يوه نړيوال جام په سياليو کې ٢٢ شپـږيزې وهلې او هغه هم د ٢٠٠٧ کال په سياليو کې، خو مورګان په يواځې ځان تر اوسه ٢٢ شپږيزې وهلې دي.
انګليستان په پرونۍ لوبه کې ٣٩٧ منډې وکړې چې د نړيوال جام سياليو په تاريخ کې د انګليستان تر ټولو زياتې منډې وې، تر دې مخکې يې ٣٨٦ کړې وې، د بنګله دېش پر وړاندې.
دغه راز دا د نړيوال جام سياليو کې شپږم لوى هدف و چې د انګليستان له خوا ورکړ شو.
د افغانستان توپ اچوونکي راشد خان په نهو اورونو کې ١١٠ منډې ورکړې چې د نړيوال جام سياليو په تاريخ کې تر ټولو زياتې منډې دي.
په پرونۍ لوبه کې د راشد خان د توپ اچونې اوسط ١٢،٢٢ منډې وې چې د يوه ورځني کرکټ په تاريخ کې تر ټولو خراب اوسط دى.
د انګليستان لوبډلمشر مورګان پر راشد خان اووه شپږيزې ووهلې چې د يوه ورځني کرکټ په تاريخ کې پر يوه توپ اچوونکي د يوه توپ وهونکي له خوا تر ټولو زياتې شپږيزې وې.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.