د افغانستان د کرکټ الف لوبډله بنګله دېش ته ځي

28 غبرګولی 1398 چنار راډيو

کابل (٢٧ غبرګولى ٩٨): د افغانستان د کرکټ الف ملي لوبډله په راتلونکې جولای میاشته کې د يو لړ سياليو ترسره کولو په موخه بنګله دېش ته ځي.
د کرکټ بورډ له خوا د غبرګولي په ٢٧مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دواړو هېوادونو د الف لوبډلو ترمنځ د دغو لوبو لومړۍ څلور-ورځنۍ فرسټ کلاس لوبه د جولای په پنځمه او دویمه هغه بیا د همدې میاشتې په ۱۲مه نېټه ترسره کېږي.
سرچينې زياته کړې، دغه راز د الف لوبډلې لومړۍ لوبه د جولای په ۱۹مه، دویمه په ۲۱مه، درېیمه لوبه په ۲۴مه، څلورمه هغه د جولای په ۲۷مه او پنځمه او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه بیا د همدې میاشتې په ۲۹مه ترسره کېږي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې افغان الف لوبډله به د همدې میاشتې په ۳۰مه بېرته خپل هېواد ته راستنه شي.
کرکټ بورډ ويلي، د افغانستان کرکټ بورډ ادارې، د یادو لوبو لپاره د لوبغاړو د غوره کولو په موخه اوسمهال د کابل او ننګرهار په ولایتونو کې د الف لوبډلې د ۲۳ لوبغاړو تمریناتي لوبې او د دوی فزیکي ازموینه پیل کړې چې له منځه به یې دغو سیالیو ته ترې تکړه لوبغاړي په نښه شي.
دغه راز له ۱۹کلنو د کم عمره او ایمرجنګ لوبغاړو هم په یادو دوو ولایتونو کې د تمریناتو، د فزیکي ازموینې اخیستو کمپونه روان دي چې ډېر ژر به ترې ذکر شوو لوبډلو ته هم تکړه لوبغاړي غوره شي او بیا به د اسیا جامونو د دواړو کټګوریو په لوبو کې ګډون وکړي.
د یادونې ده، د الف لوبډلې ځلېدونکي لوبغاړي به په راتلونکي کې د ملي لوبغاړو غوره ځای ناستی وي او له منځه به یې ډېر پياوړي او بریالي لوبغاړي ملي لوبډلې ته لاره ومومي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.