کابل (۳۰ غويى ٩٨): د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې سر روزونکى فيل سيمنز له نړيوال جام سياليو وروسته خپله دنده پرېږدي.
نوموړي د کرکټ له مشهورې ويب پاڼې (کرېک انفو) سره په ځانګړې مرکه کې ويلي چې له دې پرېکړې يې د افغانستان کرکټ بورډ خبر کړى دى.
هغه زياته کړې، د قرارداد موده يې بشپړېږي او دى نه غواړي چې خپل قرارداد له سره نوى کړي.
د ويسټ انډيز دغه پخوانى لوبغاړى د ٢٠١٧ زېږديز کال په ډسمبر مياشت کې له ملي لوبډلې سره د سر روزونکي په توګه د ١٨ مياشتو لپاره يو ځاى شوى و.
د سيمنز په وينا، د ده غټ هدف نړيوال جام ته د افغانستان لوبډلې رسول و او پر دغه کار بريالى شوى دى.
ده زياته کړې، هغه مهال د افغانستان کرکټ بورډ هدف هم دا و چې ملي لوبډله نړيوال جام ته ورسېږي او په همدې موخه يې ده ته دا دنده وسپارله.
د افغانستان په کرکټ ملي لوبډله کې د وروستيو بدلونونو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې سيمنز ويلي چې له دې ټولو خبر نه و او نه هم چا ورسره مشوره کړې وه.
د يادونې ده، له دې مخکې د پاکستان، سوېلي افريقا، انګلستان او نيوزيلينډ پخوانيو لوبغاړو هم د افغانستان د ملي لوبډلې د سر روزونکي په توګه دندې ترسره کړې دي.
کرکټ بورډ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د کرکټ ملي لوبډلې سر روزونکى له نړيوال جام وروسته دنده پرېږدي
خپل نظر ورکړئ
Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.