جنوبي افریقا د سریلنکا لوبډلې ته په ۱۶ منډو ماتی ورکړه

03 وری 1398 اکبرعلي سمون

د سوت افریقا او سریلنکا ترمنځ د دریو شل اوریزه لوبو دوهمه لوبه چې د سوت افریقا په سنچریون کې ترسره شوه ټاس یا پچه سریلـــنکا وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه. سوت افریقاء لوبډلې په پوره شل اورونو کې د دریو لوبغاړو په سوځیدو د هنډرېکس ۶۵ او ونډر ډوسن ۶۴ منډو پرمټ ۱۸۱ منډو هدف جوړ کړ او سریلنکا ته په بالېنګ کې مالېنګا او اوډانا یوه یوه ویکټ واخیسته. د یاد هدف لپاره د سریلنکا پیل ښه نه و خو په ورستیو کې اوډانا بهترینه توپوهنه وکړه،؛نوموړي په ۴۸ بالونو د ۶شپږیزو او ۸ څلوریزو پرمټ ۸۴ ناسوځیدلي منډې وکړې خو لوبډلې ته یې بریا ورنکړه او سریلنکا د نهو لوبغاړو سوځیدو سره ۱۶۴ منډې وکړې او لوبه یې د ۱۶ منډو په توپیر بایلوده. کریسمورېس درې، سټېن او شمسي دوه دوه ویکټې سوت افریقاء ته واخیستې او پدې سره د دواړو لوبډلو ترمنځ د دریو شل اوریزو لوبو لړۍ کې سوت افریقاء دوه صفر مخکېوالی تر لاسه کړ. ونډر ډوسن د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو او ټاکل شويده چې دواړه لوبډلې به د سریز وروستۍ دریمه لوبه سبا د شپې اته نیمې بجې ترسره کړي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.