د اسټرلیا لوبډلې پاکستان کریکټ لوبډلې ته په اتو ویکټو ماتی ورکړه

03 وری 1398 لیکنه:اکبرعلي سمون

  اسټرلیا کریکټ لوبډلې چې تازه تازه یې د پاکستان سرسخت رقیب هند ته په خپل کور کې ماتې ورکړې دا ځل یې د خپلو بریاو په دوام پاکستانۍ لوبډله په خپل کوربتوب رایساره کړه او لومړۍ یوه ورځینۍ لوبه کې یې ماتی ورکړه. د اسټرلیا او پاکستان کریکټ ملي لوبډلو ترمنځ د پنځه یوه ورځینیو لوبو لړۍ د پاکستان په کوربتوب تېره ورځ د مارچ په ۲۲تمه د عربي آماراتو په شرجه نړیوال لوبغالي کې پیل شوه. د پنځوس اوریزه لوبو د خپل تاریخ په دغه ۴۱۱۶م نمبر لوبه کې پاکستان ټاس وګټلو او د لومړۍ توپ وهنې فیصله یې وکړه. دوی په پوره پنځوس اورونو کې د پنځو لوبغاړو سوځیدو سره د حارېس سهېل ۱۰۱*ناسوځیدلي او عمراکمل ۴۸ منډو پرمټ سیالې لوبډلې ته د ۲۸۱ منډو هدف ورکړ. حارېس سهېل په دغه لوبه کې د خپل پنځوس اوریز کریېر لومړۍ سلیزه بشپړه کړه. اسټرلیا ته کولټرنایل دوه ویکټې واخیستې او د یاد هدف لپاره اسټرلیا بهترین پیل وکړ دوی د لوبډلمشر ارون فېنچ د ۱۱۶ سوځیدلو او شین مارش ۹۱ ناسوځیدلو منډو پرمټ ټاکل شوي هدف ته د لوبې په ۴۹تم اوور کې ځان ورسو او پاکستان ته یې په اتو ویکټو ماتی ورکړه په بالېنګ کې پاکستان ته فهیم اشرف او محمدعباس یوه یوه ویکټ واخیسته. ارون فېنچ چې په دغه لوبه کې د یوه ورځینیو لوبو د خپل کریېر دولسمه سلیزه بشپړه کړه د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو. ټاکل شویده دواړه لوبډلې به خپله دوهمه یوه ورځینۍ لوبه سبا ورځ د مارچ په ۲۴تمه نیټه د ماسپیښین درې نیمې بجې ترسره کــــــړي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.