افغانستان په ايرلينډ ١٤٢ منډې زياتې کړې

26 کب 1397 چنار راډیو

کابل (٢٥ کب ۹۷) : د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له  ايرلينډ سره د ټسټ کرکټ په دويمه ورځ هم برلاسى و او پرې يې ١٣٦ منډې زياتې کړې دي.
د افغانستان او ايرلينډ ترمنځ  ټسټ کرکټ (پنځه ورځنۍ) لوبه پرون د هندوستان د هرادن ښار کې پيل شوې ده.
پرون ددې لوبې پچه ایرلینډ وګټله او لومړی یې په خپله د توپ وهنې پرېکړه وکړه، په دې ټسټ لوبه کې د افغانستان درېیو نویو لوبغاړو وقار سلام خېل، احسان الله او اکرام علي خېل ته د ټسټ لوبې خولۍ ورکړه.
دایرلینډ لوبډلې خرابه لوبه پیل کړه او په ۹۰ منډو یې ۸ لوبغاړي سوځېدلي وو، خو وروستیو دوو لوبغاړو یې د خپلې لوبډلې منډې تر ١٧٢  پورې ورسولې.
د افغانستان له لوري محمد نبي او یمین احمدزي درې، درې، وقار سلام خېل او راشد خان دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
د کرکټ ملي لوبډلې د لومړۍ ورځې تر پایه پورې ۹۰ منډې کړې وې او دوه لوبغاړي یې سوځېدلي وو، شهزاد ۴۰ او احسان الله په ۷ منډو وسوځېدل، رحمت شاه په ۲۲ او حشمت الله شهیدي ناسوځېدلي پاتې وو.
نن د لوبې په دويمه ورځ هم رحمت شاه او شهيدي خپلې ښې لوبې ته ادامه ورکړه او دواړو دافغانستان له لوري لومړني لوبغاړي شول، چې په ټسټ لوبه کې يې پنځوسيزې ووهلې.
خو له بده مرغه رحمت شاه له لومړۍ سليزې څخه دوه منډې کم په ٩٨ وسوځېد، ورپسې شهيدي هم ٦١ منډو خپله ويکټه له لاسه ورکړه، ملي لوبډلمشر اصغر افغان تېزه لوبه وکړه او د څلورو شپږيزو پر مټ يې ٦٧ منډې جوړې کړې.
 دغه راز د افغانستان ټوله لوبـډله په ٣١٤ منډو وسوځېدله او پر ايرليڼد يې چې ١٧٢  منډې جوړ ې کړې وې، ١٤٢ منډې زياتې کړې.
ايرليڼد نن د ورځې تر پايه پورې ٢٢ منډې جوړې کړې وې او يو لوبغاړى يې سوځېدلى و.
که د ايرلينډ لوبډله تر ٢٠٠ منډو پورې وسوځېدله ، نو د افغانستان د ګټلو چانس ډېر دى.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.